کور / تازه خبرونه / افغان ماموريت د ۶۰۷ امريكايي پوځيانو سرونه خوړلي دي

افغان ماموريت د ۶۰۷ امريكايي پوځيانو سرونه خوړلي دي


د امريكا د دفاع وزارت (پنټاګان) له خوا نوي خپاره سوي ارقام ښيي چي په افغان ماموريت كي ۶۰۷ تنه امريكايي پوځيان وژل سوي دي.
د دفاع وزارت وايي دغه پوځيان د ۲۰۰۱ كال د اكټوبر له مياشتي د ۲۰۰۹ كال د مى تر لومړۍ نېټې پوري وژل سوي دي.
په دې ارقامو كي د امريكا درې وروستي عسكر چي د جمعې په ورځ په ختيځ افغانستان كي وژل سوي هم شامل دي.
د دفاع وزارت له خوا يو خپور سوى جدول وايي په دې كسانو كي هغه پوځيان هم شامل دي چي په پاكستان او ازبكستان كي د افغانستان د ماموريت په چارو كي يې ژوند له لاسه وركړى دئ.
د ۶۰۷ وژل سوو پوځيانو له منځه ۴۴۷ كسان له طالبانو سره په مخامخ جنګونو كي او ۶۷ تنه په بېلابېلو لوژيستيكي فعاليتونو كي له افغانستان څخه دباندي وژل سوي دي.
په پورتنيو كسانو كي د امريكا د استخباراتي شبكې سي، آى، اې مامورين او يو ملكي مامور چي په پوځي چارو كي يې كار كاوه هم شامل دي.


يادونه: د ۶۰۷ امريكايي پوځيانو مړېنه د امريكا د دفاع وزارت په رسمي توګه مني، خو ډېرى څېړونكي په دې نظر دي چي امريكا په افغانستان او عراق كي د خپلو مړو پوځيانو شمېر تر اصلي ډېر ټيټ ښيي.