کور / تازه خبرونه / ملي پوځ د پنځو طالبانو د وژلو خبر وركوي

ملي پوځ د پنځو طالبانو د وژلو خبر وركوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د هلمند په ولايت كي يې له ايتلافي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي پنځه طالبان وژلي دي.
د دفاع وزارت مقامات وايي له طالبانو سره سخته جګړه سوې ده، چي هغوى د سپكو او درنو وسله په كارولو مقاومت وكړ.
دغه عمليات د جمعې په ورځ ناوخته په نهر سراج ولسوالي كي ترسره سوي چي افغان او ايتلافي ځواكونو عسكرو ته پكښي زيان نه دئ اوښتئ.