کور / تازه خبرونه / وسله والو ښوونځى او كلينيك په بمونو والوزول

وسله والو ښوونځى او كلينيك په بمونو والوزول

د حكومت ضد وسله والو يوه ليسه او يو كلينيك په بمونو الوزولي دي.
دواړي پېښي برايي د شپې د خوست په ولايت كي رامنځته سوي دي.
د خوست د پوهني رياست مرستيال موسى مجروح وايي وسله والو د نادرشاه كوټ په ولسوالي كي يوه لېسه په بمونو الوزلې ده، چي ۱۸ درسي خوني يې ټولي ور نړولي دي.
نوموړى وايي په دې ښوونځي كي ۱۳۰۰ زدكوونكو پر يوه وخت زدكړي كولې.
دا په تېره يوه مياشت كي دريم ښوونځى دئ، چي په نادرشاه كوټ ولسوالي كي ويجاړېږي.
همدا راز د خوست د عامي روغتيا رئيس اميرپاچا وايي، تېره شپه نامعلومو وسله والو د خوست ښار ته څرمه په لكن سيمه كي يو ملكي كلينيك په بمونو الوزلى دئ.
كه څه هم دولتي چارواكو د دې پېښو د مسئوليت ګوته وسله والو طالبانو ته نيولې ده، خو طالبانو په دې باب تر اوسه څه نه دي ويلي.