کور / تازه خبرونه / اتلس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

اتلس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي


دملي پيوستون پروگرام اتلس پروژي پدي وروستيو کي دتخار ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .


ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي استنادي ديوال ، پل او پل گوټي، داوبوگرځولو بندونه ، ټولنيز مرکز،سرکونه، دڅښاک داوبوڅاگاني ، دښاري برښنا دشبکي غځول ، او د ښځو لپاره دغالي اوبدلو،خياطي او سواد زده کړي کورسونو دايريدل شامل دي.


يادي شوي پروژي دتخار او نيمروزولايت درستاق، فرخار، رستاق ، کلفگان،خواجه بهاولدين ،تالقان ، کنگ،چهاربرجک، چخانسوراو زرنج ولسواليوکي د(٩،٤١٨٠٠٠) افغانيوپه لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو وندي په شمول بشپړي چي له هغه نه څه د پاسه (٢٢٤٣) کورني برخمني شوي .