کور / سياسي / د ناټودپخواني عمومي منشي دي هوپ شيفر سره مرکه

د ناټودپخواني عمومي منشي دي هوپ شيفر سره مرکه


د برتانيې توپچي ځواکونه په موسی کلا کي 


د ناټودپخواني عمومي منشي دي هوپ شيفر سره د شپيګل انلاين مرکه:


(د انلاين کېدو نيټه: ٢٨‌‌.مارچ. ٢٠٠٩ ) 


شپيګل انلاين: ښاغلی عمومي منشي،آيا د ناټو ٦٠ کاله عمر بس دئ؟ او دا رښتيا ده چي وايي ددې تړون اوس زکندن دئ ؟


دي هوپ شيفر: نه ، تړون ژوندی او بريالی دئ. خو څرنګه چي په ټوله نړۍ کي غوښتني ورځ په ورځ ورته ډيريږي، بايد دغه تړون پام وکړي چي ترخپل وس زيات ځان بار نه کړي.


شپيګل انلاين: د ناټو وروستۍ ستراتيژيکه طرحه  چي د هر ډول فعاليت سرمشق يې بلل کېدله،په ١٩٩٩ کال کي رامنځ ته سوه، آيا دغه طرحه د اوسني وخت د شرايطو سره سمه ده؟


دي هوپ شيفر: نه، د هغه وخت راهيسي نړۍ اوښتې ده، د نيويارک ټروريستي بريدونه، د افغانستان جګړه،  د سايبري  بريدونو  خطرونه ( د کمپيوټري او انترنيټي شبکو شنډول)، په ډاډمنه توګه د انرژي تأمينول؛ دا ټوله هغه نوي پديدې دي چي بايد د ناټو په نوې ستراتيژي کي ځاي ورکړل سي. زه هيله لرم چي په راتلونکې اونۍ کي د ناټو د غړو دولتونو او حکومتونو مشران دغه په نظر کي ونيسي چي موږ يوې نوي طرحي ته اړ يو.


شپيګل انلاين: د دې تړون سرنوشت به په افغانستان کي ټاکل کيږي. دغه د هندوکش هيواد ، چي د يرغلګروځواکونو د هديرې نوم يې وړی دئ، د ناټو لپاره به يو تباه کونکئ دام وي؟


دي هوپ شيفر: نه، دا په دې چي موږ اشغالګر نه يو، لکه پخواني استعماري قدرتونه، يا لکه د شوروي اردو. موږ دلته د ناجيانو( ژغورونکو) په توګه راغلي يو. ددې هيواد په سل کي اتيا وګړي په دې نظر دي.


شپيګل انلاين: مګر د ناټود ډلګيو څخه اوس دلته خلگ ښه نه وړي.


دي هوپ شيفر: زموږ وروستۍ پوښتني او څيړني دغسي شی نه ښيي. خو دا سمه ده چي موږ بايد پام وکړو چي د ياغيانو سره په جګړوکي ترڅو چي ممکنه وي،د ملکي خلګو د تلفاتو مخ ونيسو. موږ دغه جګړه هغه وخت ګټلاي سو، چي د خلګو زړونه اوفکرونه د ځان کړو، دا هم په افغانستان کي او هم په جرمني، متحده ايالاتو، نيدرليند او هر هغه هيواد چي موږته قطعات را ليږي. دا اسانه کار ندئ. بل هم دا چي د افغانستان مسئلې خپل ځانته جلااو په منزوي توگه نسي حل کيدلاي. دغه مسئلې بايدسړی د ګاونډيانو سره يوځاي حل کړي، په تيره بيا د پاکستان سره.


شپيګل انلاين: د ايران سره هم؟


دي هوپ شيفر: طبعاً، موږ د تهران سره همکارۍ ته اړ يو، همدارنګه د هندوستان، روسيې، چين، د مرکزي آسيا هيوادونو اوداسي نورو لکه سعودي عربستان چي په خپلو ډيرو روپيو په افغانستان کي د بياودانولو چاري حمايه کولاي سي.


شپيګل انلاين: د امريکې جمهور رئيس اوباما غواړي چي د معتدلو طالبانو سره خبري وکړي. ناټو به هم دغسي کوي؟


دي هوپ شيفر: نه، دا د افغانستان د حکومت کار دئ،چي په دې هکله تصميم ونيسي؛ نه زموږ!


شپيګل انلاين: ناټو به دخير پر غونډۍ ورته ناسته وي او سياسي حل به نه لټوي؟


دي هوپ شيفر: زه په نړۍ کي داسي شخړه نه پيژنم چي يو وخت دي سياسي حل نه وي ورته پيدا سوئ. او زه په دې هيله يم چي ګوندي د متحده ايالاتو د جمهور رئيس اوباما هلي ځلي په افغانستان کي هم ژر تر يوځايه ورسيږي. خو ناټو به په دې خبرو ځان نه ورګډوي.دا زموږ کار نه دئ چي څوک د چا سره څه وخت او پر څه باندي خبري سره وکړي.


شپيګل انلاين: دافغانستان وضع به پرڅه حال وي، چي ناټو وکولاي سي ددې هيواد څخه ووزي؟    


دا تر ټولو سخته پوښتنه ده او يوازي په نظر ورکولو يې جواب نسي ويل کيدلاي. په ٢٠٠١ کال چي طالبان ولاړل، دغه هيواد د منځنيو پيړيو په شرايطو کي وو. د هغه وخت په پرتله زه اوس ډير پرمختګونه وينم. اما داچي زموږ تر تګ پوري به لا څونه وخت په کار وي، دا زه نه سم ويلاي. زه يوازي دغه ويلاي سم ، چي صبر به کوو…


شپيګل انلاين: … او نور قطعات هم؟


دي هوپ شيفر: حتماً، که څه هم په موجوده ځواکونو کولاي سو چي طالبان پسي واخلو، خو نسو کولاي چي ازادي سوي سيمي په دوامداره توګه وساتو؛ موږ چي ځني ولاړ سو، طالبان يې بيرته ونيسي. داسي بايد نه وي. موږ چي د يوې سيمي څخه طالبان وباسو،هلته بايد ژر تر ژره د سيمي خلګو د ښوونځيو په جوړولو، د اوبو د بمبو(برمو) او د لمر د انرژي د دستګاوو په نصبولو پيل وکړو. په افغانستان کي جګړه يوازي په نظامي توګه نسي ګټل کيدلاي. زموږ به دلته يوازي هغه وخت برى په برخه وي چي که نړيواله ټولنه د اقتصادي پرمختګ غم هم وخوري او د ژوند شرايط دلته ښه سي. 


شپيګل انلاين: يو څو کاله دمخه په افغانستان کي د بيا ودانولو پر چارو يوازي جرمنيانو ټينګار کاوه، دا نوروبه دغه خبري سادګي بلله او ملنډي به يې په وهلې.


دي هوپ شيفر: دا زما له خوا نه وې. ماپخپله هميشه په شمال کي د جرمنيانو کارونه ستايلي دي.خو کيداي سي چي ټولو د يوه مخه دغه نه وي درک کړې، چي بيا ودانول او دفاعي چاري څونه يو بل ته لازم او ملزوم وې.


شپيګل انلاين: روسيه چي اوس د سپين سترگۍ تر حده په ځان غره ده ، ناټو به څه ورسره کوي؟


دي هوپ شيفر: خبره پر دې ده، چي د مسکو سره يوې معقولي همکارۍ ته ورسيږو، او دا هم اسانه کار نه دئ . روسيه داسي يو لوى او بانفوذه هيواد دئ چي تمي او غوښتني يې هميشه د ناټو دغوښتنو سره سمي نه وي. د کوزوو، په اروپا کي د عادي وسلو د تړون او د ناټو د پراختيا په هکله زموږ تر مينځ د نظر اختلاف سته ، خو سره ددې هم موږ يوبل ته سره اړ يو.


شپيګل انلاين: آيا تاسي د روسي سياستوالو دا بيره پر ځاي بولئ، چي ناټو اوس شاوخوا پر راگرزېدلې ده؟


دي هوپ شيفر: زه خبر يم چي روسان د ناټو د پراختيا څخه په بيره کي دي، خو دا بيره يې بېځايه ده، ځکه ناټو هميشه يو دفاعي تړون وو او همداسي به د تجاوز او تيري د خيالونوڅخه پاک  وي.


شپيګل انلاين: په رښتيا؟ دا د روسيې پر پوله د امريکې د توغنديو دځاي پر ځاي کولو نيت نو سړى يوازي د دفاع په خاطر وبولي؟


دي هوپ شيفر: لومړى داچي داخبره په ناټو اړه نه لري،دا د امريکې د توغنديو موضوع ده.دوهم داچي په چيک او پولينډ کي چي دغه توغندۍ په نظر کي نيول سويدي، تعرضي توان نه لري. او دريم هم داچي همدا اوس امريکايان او روسان په دې هکله خبري سره کوي. او دا ښه خبره ده، تشنج به له مينځه يوسي.


شپيګل انلاين: تاسي وناټو ته د نوي تهديدونو خبره وکړه، لکه په ايستلينډ کي د ٢٠٠٧ کال د کمپيوټري شبکو دشنډولو بريدونه. آيا دغه ډول بريدونه به ددې سبب سي چي ناټو د خپلي دفاع په خاطر په ورته او متقابلو بريدونولاس پوري کړي؟


دي هوپ شيفر: حتمي نده، خو يوشى واضح دئ او هغه داچي تر دا لس کاله دمخه د ټانک يوه فرقه په کار وه چي يو هيواد تهديد کړي. خو نن ورځ يو سړى کمپيټر ته کښيني او يوه بسته زيربنايي شبکه سره گډه وډه کړي.او يا د گاز يو پايپ لين په بند کړي .د ناټو په نوې ستراتيژيکه طرحه کي به موږ په نظر کي نيسوچي د دغه ډول تهديدونو په وړاندي بايد څه وکړو.


شپيګل انلاين: بيا به نو هر ځاي دغه نارې وي چي  ” ناټو مرسته دي غواړو!” ؟


دي هوپ شيفر: نه، دا نارې به هر ځاي نه وي ، بلکه يوازي هلته چي زموږ يوڅه گټه ور رسېدلاي سي.په دې هکله موږ اوس يو مرکز پرانيستلى دئ ، چي د کمپيوټر کارپوهان خپل تمرينونه پکښي کوي، څو وکولاي سي د کمپيوټري بريدونو مخ ونيسي. بل هم د احتمالي بريدونوڅخه د انرژي د زيربناوو خوندي کول دي . دغه مسؤليت په لومړي قدم کي( دهر هيواد) ملي مسؤليت دئ، خو ناټو به مرسته ورسره کوي.


شپيګل انلاين: په دې ډول به د لويديځ نظامي تړون نړيوال  پوليس سي؟


دي هوپ شيفر: ناټو نه د روپيو وس لري، نه يې لاس رسيږي او نه يې په زړه کي ورگرزي چي يوه ورځ دي جهاني سوټى سالار سي.نه، مننه! موږ د ملګرو ملتونو د سازمان کاپي هم نه يو.مگرفرض يې کړى، که چيري پاکستان لکه په ٢٠٠٥ کال د زلزلې پر مهال  زموږ څخه د مرستي هيله وکړي،نو موږ به معذرت ځني غواړو؟ نه، موږ ته ښايي چي هلته د سيارو روغتونو، د نجات درانه وسايطو او تکړه فني کسانوپه ور وليږو،مرسته ورسره وکړو. يا داچي زموږ کښتۍ په هغو سيمو کي په گزمو گمارل کيږي چي د سمندري غلو دلاسه په تکليف دي. نن ورځ زموږ څخه خلگ او ماليه ورکونکي د ترهگرۍ تر مبارزي لا نوري مهمي غوښتني لري.د نړۍ دتحولاتو سره په ناټو کي هم تغير راځي.


شپيګل انلاين: په تاسي کي هم تغير راغلى دئ؟ يو وخت خپلو حريفانو په دې کږلاست چي د جورج واکر بوش د ډيرو صادقو يارانو څخه واست، نن بيا د ميرمن ميرکل ستايني کوئ او داسي ښکارئ لکه خدايي خدمتگار چي ياست.


دي هوپ شيفر: ستاسي انگيرني غلطي دي.هو، ما د بوش سره ښې اړيکي درلودې او هيله مند يم چي د اوباما سره همداسي وي. زه کوښښ کوم چي پلونه جوړ کړم ، په اکثريت پسي وگرزم او په دې لټه کي يم چي د ناټوتړون يوموټئ سي. بوش پالنه ، بوش غندنه، دا خبري بيځايه دي. زه تر خپله وسه د ټولو دولتونو د مشرانو سره په خبرو کي وم او يم. دا زما دنده ده…


شپيګل انلاين: … هغه دنده چي پسله پينځو کلونو مأموريت وروسته يې د لاسه ورکوي، په يوه ژړانده سترګه؟


دي هوپ شيفر: ما خپله دنده په  ښه توگه اجرا کړيده اوس و خپلو نوي آزاديو ته هوسيږم. او دا په وياړ سره وايم چي په دې ماموريت کي مي نور څه هم زده کړل.


والسلام