کور / تازه خبرونه / هلمند:بمي چاودني ۳ کسه ووژل او د ماشومانو په ګډون ۹ ژوبل کړل

هلمند:بمي چاودني ۳ کسه ووژل او د ماشومانو په ګډون ۹ ژوبل کړل

 

دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي دولسوالي دوانۍ مخي ته په يوه چاودنه کي درې تنه ملکي کسان وژل سوي اته تنه نور ټپيان سوي دي
دهلمند امنيه قوماندان وايي په دي چاودنه کي يو تن پوليس هم سطحي ټپي سوي دى خو دپيښي ټول قربانيان ملکي کسان دي
دهلمند دګرشک ولسوالي ودانۍ ته په ورڅيرمه ديرش متره کي ديوه موټر سيکل په سرد تړل سووچاوديدونکو توکو  تر چاودولو وروسته  دري تنه ملکي کسان ووژل سوه او ديوه پوليس په شمول يي نهه تنه نور ټپيان کړه
داخبره دهلمند دپوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد په يوه تليفوني تماس کي لراو برته وکړه 
قوماندان وايي چي په ټپيانو او وژل سوو کي ماشومان هم شامل دي چي يوه يي اته کلنه نجلي ده
که څه چاودنه دولسوالي  دودانۍ په ديرش مترى کي ترسره سوي ده خو دهلمند امينه قوماندان وايي کيداي سي په شخصي اغراضو باندي ترسره سوي وي قوماندان وايي په دي اړه لا تر دي دمه کره مالومات نه سته چي چاودنه دپوليسو په خاطر وه که په شخصي هدف وه خو په دي اړه يي ډيري سختي پلټني په لاره اچولي دي
که څه هم دهلمند دپوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد وايي چي چاودنه کيداي سي کومه شخصي انګيزه ولري خو پړه يي دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په غاړه واخستله ،قاري يوسف احمدې وايي دغه چاودنه ددوي له خوا ترسره سوي ده او دري تنه پوليس يي په کي وژلي دي
مګر دولتي چارواکي دريو تنو پوليسو  دوژل کيدو خبره نه مني