کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانانو خپل منځي جنګونو کښي د بهرنیانو رول

د افغانانو خپل منځي جنګونو کښي د بهرنیانو رول

۹ ثور ۱۳۸۸  –  د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بیلا بیلو پیښو دا ثابته کړی چی بعضی ملتونه، حکومتونه او هيوادونه د وخت د لوړپوړو حکومتونو او هیوادونو لخوا د خپلو ګټو په موخه په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د خپل واک او یا استعمار لاندی راوستې دی. دغه هدف ته د رسیدو لپاره دا ډول لوړپوړو ځواکونو تل دا هڅه کړی چی د ولسونواو یا حکومتونو تر منځ د نفاق او بدبختۍ اور بل کړی تر څو اوبه خړی کړی او ماهیان په کې ونیسئ. د بیلګې په توګه دافریقا په لویه وچه کې په کال ۱۹۹۴م کې د روانډا په هیواد کې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د ناسمو پاليسیو او لاس وهنې په پايله کې  ددغه هیواد دهوټوز په نوم یوی قومې ډلي د توتسيز په نوم یوه بله قومې ډله په ډلئیزه توګه په قتل ورسوله او په ډيره لږه موده کې د یو میلیون څخه زیات بی ګناه انسانان ووژل شول.

دغه راز که په افغانستان کې د وروستیو څو لسیزو جنګونو ته یوه ژوره کتنه وکړو نو جوته به شئ چی یو شمیر بهرنیانو د افغانانو خپل منځې جنګونو کې، د وطن په بربادۍ او د افغانانو په وژلو کې پوره رول لوبولې دی. مغرضو بهرنیانو تل دا هڅه کړی چی د افغانانو تر منځ د بی اتفاقۍ اور ته لمن ووهی، اوبه خړی کړی او ماهیان په کې ونیسئ. دا په داسی حال کی ده چی افغانان تل په خپل منځ کې سره په کورنې او کلیوالې ژوند کې خواږه وي او پر یو بل سر ورکوی خو کله چی د دوي تر منځ راکړی ورکړی په سیاسې کچه مطرح شئ نو بیا دا اړیکي  په دښمنۍ بدلې شئ اوهمدا افغانان د یو بل وژلو ته تیار وي. دا ځکه چی په سیاسې کچه بعضی هيوادوال په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د مغرضو بهرنیانو لخوا وپیرودل شئ او بيا د هغوي په لمسون او اشاره  د شخصې ګټو د لاسته راوړلو په موخه یو داسی عمل تر سره کوي چی  ملي ګټي په سین لاهو کړی او ددی خاوری وګړی د اور په لمبو لو لپه کړی(وسوزوي). دا شان وګړی زمونږ په هيواد کې د ګوتو په شمیر دی  او د خپلو شخصې ګټو د لاسته راوړلو په موخه پردیو سره د خپل هیواد او وګړو په سر د هیڅ ډول معاملې څخه دریغ نه کوی.



د بیلګې په توګه د بامیانو او وردګو ولایتونو په ګډه پوله (بهسودو) کې هزاره، وردګ اود سیمې کوچیانو دپخوا څخه په ډیره ورورګلوۍ او مینه ګډ کلیوالی ژوند کاوه او د یو بل سره به یې په پوره اخلاص په ټولو ټولنیزو چارو کې ونډه درلوده او مرستې به یې کولې، ولی بیا  همدي پرګنوو چی کلونه کلونه یې پدغه سیمه کې سره یو ځای څنګ په څنګ ژوند کاوه، د ۱۳۸۷ کال د اوړی په موسم کې د دښتواو څارویو د څړ ځای په ویش یو بل سره ووژل، دا ځکه چی پدی مسئله کې د پردیو په لمسون د یو شمیر مغرضو اشخاصو لاس وو.

همدا رنګه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله رژیم د رانسکوریدو په مهال کله چی په کال ۱۳۷۱ ه ش کې مجاهدینو د ننګرهار ښار ونیوه نو زه د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای پیښور څخه د ننګرهار ښار ليدلو ته راغلم. هلته د یو نژدی خپلوان کور ته ورغلم هغه زما تود هرکلی وکړ، تر یو بل جاریدو او د یو بل په لیدلو سره نه مړیدو. د خبرو اترو په ترڅ کې زما دغه دوست راته وویل چی زه خو د نورو سر تیرو سره یوځای د ثمرخيلو په لمړۍ جنګې لیکه کې د مجاهدینو پرخلاف جنګيدم او دا په داسی حال کې وه چی زمونږ د کورنۍ  یو بل غړی ددغی جنګې لیکې په بل لوری کې د مجاهدنیو په لیکه کې د دولتې ځواکنو پر خلاف جنګیده او په دی توګه زمونږ د کورنۍ دوه غړی په غیرارادی ډول د یو بل پر خلاف ولاړ وو، دلته د یادونې وړ ده چی  په دا ډول جګړو کی زمونږ ډیرو هیوادوالو خپل ژوند د لاسه ورکړ او د ژوندانه ارمانونه یې د خاورو سره خاوری شول. زه نو دی ته حیران ووم چی پرون مونږ د یو بل وژلو ته په امریکایې او روسې وسلو سمبال په مورچو کی ناست وو او نن په یوه دسترخوان ناست او د یو بل په مینه نه مړیږو، دا نو ولی او دا چا دی ته اړ کړی  وو؟ ددی پوښتنې ځواب هغه وخت په لاس راغې کله چی نړیوالو افغان ولس او افغانستان د جهاد د بریالیتوب څخه وروسته یوازی پریښود.

تر دی علاوه د تیرو څو لسیزو جنګونو په ترڅ کی مو ولیدل چی د هیواد په ګوټ ګوټ کې ډله ایزی وژنې وشوی او لا اوس هم زمونږ ګران هیوادوال په یواو بل نوم سره بیل او ځورول کیږی. دا ډول پیښې د یو شمیر مغرضوبهرنیو هیوادونو او حکومتونو په لاس وهنه زمونږ د خلکو لخوا په دی موخه تر سره کیږی چی د افغانانو تر منځ تل د نفاق اور بل وي، تر څو ددی تشې نه په ګټه اخستلو سره په دی هیواد او ولس خپلي واکمنۍ او اغیزي د خپلو شخصې ګټو لاسته راوړلو په موخه ټینګې وساتی. په افغانستان کې د دوي ګټو ته په اشارې سره باید ووایم چی دوي غواړی د دی هیواد جغرافیایې موقعیت څخه په ګټه اخستلو څخه د یوی خوا خپلو سوداګریزو چارو ته وده ورکړی او د بلی خوا د سیمې د مخ پرودو هیوادونو او لوړپوړو حکومتونو د لا پرمختګ مخنیوی وکړی تر څو د تودو او سړو جګړو په مهال خپل سیال او څارې ونه لری. همدارنګه دوي په دی آند دی چی دافغانستان طبعی زیرمو او پانګې اچونې ورجن (سوچه) مارکیټ څخه ستره ګټه پورته کړی.



 پورتنیواو ورته ستوونزو ته په پام سره  نور نو د دی وخت رارسیدلی دی چی افغانان د تیرو تجربو نه په ګټه اخستلو سره پر دی پوه شې چی د دوي تر منځ د نفاق لامل څه دي، او څوک دې بل شوی اور ته لمن وهی؟ هرکله چی افغانان په دی موضوع ښه سوچ وکړی نو دی نتیجی ته به هرومرو ورسیږی چی دوي د دی ناورین څخه د راوتلو په موخه باید د خپل ملي هویت (افغان، افغانیت او اسلامیت) پر بنسټ سره را ټول او یو موټی شئ، تر څو د افغانستان  خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ولسواکۍ او ملي ګټو د ټينګښت لپاره په تلپاتې شکل په ګډه سره کار وکړی. او د بهرنیو هیوادونو سره یوازی په یوه دوه اړخيزه (متقابله) احترام ولاړه  پالیسۍ او د نړیوالو ډپلوماتیکو نورمونو له مخی سیاسې، اقتصادې او کلتورې اړیکې ولرو.

د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور