کور / تازه خبرونه / د دفاع وزارت: انتخاباتو د امنيت پلان جوړ سو

د دفاع وزارت: انتخاباتو د امنيت پلان جوړ سو


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د نړيوالو ځواكونو سره يې په ګډه د را راوانو انتخاباتو د امنيت ټينګولو دپاره منظم پلان جوړ كړى دئ.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظمي وايي څه باندي ۹۵۰۰۰ افغان پوځيان، په همدې شمېر پوليس، د ناټو او ايتلافي ځواكونو عسكر به د د هيواد په ټولو سيمو كي په ګډه د جمهوري رياست د انتخاباتو په امنيت كي برخه واخلي.
جنرال ظاهر اعظمي وايي د امنيت ټينګولو دغه پلان پيل سوى دئ او افغان امنيتي ځواكونه او بهرني پوځيان به خپل ټول امكانات په دې لاره كي سره شريكوي.
ټاكل سوې ده چي د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات درې مياشتي وروسته ترسره سي، خو سر له اوسه لا د دې انتخاباتو پر رښتينولي باندي ځيني ډلي شكمني دي او وايي ښايي كرزى د خپل دولتي مقام څخه په استفادې د انتخاباتو پر پروسه باندي اغېز واچوي. او ځيني د نظر خاوندان خو بېخي په موجوده شرايطو كي انتخابات ناممكنه بولي او وايي د هيواد په جنګ ځپلو سيمو كي نا امنۍ او پر حكومت باندي د خلګو د اعتماد نستوالى به د دې باعث سي چي ولس په انتخاباتو كي برخه وانخلي.