کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دجمهوررئیس سلاکاران، وزیران او . . .

دجمهوررئیس سلاکاران، وزیران او . . .

دجمهوررئیس سلاکاران، وزیران، رئیسان، مدیران اوداسې نور…


د اصلې او ډیسې مجاهدینوینو رژیم نسکورشو او یو شرعي نظام مینځ ته راغی چې ددغه نظام نوم هم خلک حیران کړل، څرنګه چې افغان یو مسلمان او مجاهد ولس دی نو ددغه رژیم دراتګ یی ښه تود هرکلی وکړ. خو په ډیرافسوس سره باد وویل شي چې دغه نظام کې څه عجیبه غوندې مخلوقات راغلل لکه سپیڅلې مسلمانان، وحشې ځناوران، چنګیزان او داسې نور….                                                                    

په هر ډول خبره می درژیم کوله؛ په تیرآخره دافغانستان ولس ددغه رژیم دنسکوریدو غوښتنه یې هم وکړه حتی چې امریکا او شمالې ټلواله یې غوره وګڼل او یو انتقالې جمهوري دیموکرات دولت مینځ ته راغی او پرله پسې دپينځو کلونو لپاره دښاغلي حامد کرزی په مشر تابه یو ج.د دولت جوړشو!                                          

دافغانستان جنګ زپلی ولس ډیر زیات خوشحاله او دسوکالۍ پالونه یې ونیول. خوپه ډیر افسوس سره باید ووایم چې دغه بدمرغه ملت یو ځل بیا ښه وځورید او د اوسني دولت واکداران او دامریکانو وحشیانه ستم دومره وځورول چې په هرموټر کې به مي دغه یوه خبراوریده (همان طالبان خوب بود، کم از کم عزت وابرو ما محفوظ می بود)، (هماغه طالبان ښه وه، کم څه کم هغه عزت او پت خو مي خوندي وه)؛ بیا به ورسره دغه خبره هم اضافه کړه (هغه مال وجایداد خو مودلاسه ورکړي وه هغه یوانسانی شان، شوکت، عزت  او ابرو پاتې وه  اوهغه هم له مینځه ولاړه) نوددغه اوسني دولت یوه ډیره غټه تحفه دا وه چې خپل مجاهد او بیچاره ولس ته یې ورکړه (شاباس) ددوي دغې پیرزونې نه چې مونږه ته یې ډالۍ کړه.                                            

دغه اوسنې دولت مخکینې خاینینو ته ښې په زړه پوري تحفې ډالۍ کړي او هر یو په ښه لویه څوکۍ ونازوه. څزنګه چې  دغو ټولو په غلا، چور، ترور، فساد او داسې نور حرامیتوبونه کې تخصص کړی دی نو بډې یې را ووهلې او زمونږ په بیچاره ولس یې ښې نخرې وکړي. تاسو په خدای یقین وکړی چې همدغه اوس مهال په ټولو ادارو کې چورپیل شویدی، ښه په ډاګه باندې پوستونه او پروژې خرڅیږې او دغو داړه مارانو ښې پیسې ترلاسه کړي او په تیښته کې دي، او ټول دخپلو کورنیو سره دوبۍ، امریکا، استرالیا او داسې نور ملکونو ته وتښتیدل او هلته یې خپل کاروبارونه پیل کړه، ډیر بي رحمه اوجاهله دي؛ پیسې مو پټي کړي نو دملک نه یې بهر څه ته وړی خو همدلته کاروبار پیل کړی یو څه بیکاره هیوادوال خو ځان سره مصروف کړی که نه.                  

دویمه تحفه یې داوه؛ چې زمونږه وستاسی ډیری خلک دامریکانو په وحشی سپیانو وداړل شول، دمیندو له سر ه دحیاپردی لیری کړای شوی، ماشومان یتیمان شول، ځوانان مړه شول او داسې نور ظلمونه وشول چی زما قلم یې دلیکلو څخه عاجز دی. ددومره ظلمونو برسیره اوس دغو وحشیانو یوځل بیا ځانونه کاندید کړاو غواړي چې بیا مووځوره وي. آخر زه حیران پاتي یم چې دوی ولي نه مړیږي؛ خدای خو دی داخرت په خاوروماړه کړي.                                                                                                                             

هاغه لال ګل کاکا به وویل،،جیلاني پدي باندې سر مه خوږه وه چې دفقیر معصوم مال تالاوالاشو، عزت یې ترپښولاندې شو او بچیان یې بي پوهې پاتي شول،، نو ما به بیا وپوښت ای لال ګل کاکا داڅه وایې ته، نو بیا به هغه مسکی شو او راته ووبه وویل؛ګوره جیلاني پردي که شل کوره وران کړي نو خپل به پري یو م جوړنه کړي، غم مه کوه دفقیر مال څوک نشي ازمولای او هغه ورځ لیری نه ده چې دغو ټولونه به حساب و کتاب وشي او بیا به راته وویل هغه اوریدلي نه دي چې الله جل جلاله په خپل مقدس کتاب کي فرمایلي(ان بطش ربک لشدید) په تحقیق سره دالله پاک نیول ډیر سخت دي!                                                            

زه خو خپل ووټ هیچا ته نه ورکوم، ولی که ووټ می ورکړ نو زه هم مجرم شو ځکه ددی ووټ مانا دکاندید دکار تاکید کول دی او زه دا کارنه کوم او بیا دټولو هیوادوالو څخه هیله کوم ترڅو خپل قیمتی ووټ هغه چاته ورکړي چې ددغه ملت رښتینی خدمتګاروي.                                                           
 

تبصره نسته

  1. ګرانه وروره ډیر شه نظر لری پدی نظر کی خو زه کټ مټ درسره موافق یم

  2. Watana, ke te vote cha ta na werkawe, mekh ke sha, che mong tata vote darkru. Vote na verkam, kar ne krem, dars na wayem, nazem na rawrem, da aw hagha na krem, no wali de dunya ta raghalai yea? Afghanan hits na keri, yawazi niweeke kawee

  3. ولس د کرزي د اوو کالو د کارنامو ميوه ټوله کړې او مزه يې څکلې ده ، ددې وني تنه اوس د وچيدو په حال كې ده . د جمهور رئيس په توګه کرزي د افغانانو او پښتنو بي عزتي وکړه د هغوی آبرو او عزت يې د خپلي بقا د پاره پر امريکايانو و پلوره . نوموړي په يوې نړۍ واله غونډه کي د افغانانو په استازيتوب د افغانانو په ژبه پښتو و نه ږغېد . د کرزي ددورې په ختمېدا افغانان خوښ دي .

  4. گرانو ورونو:

    زه هم په خپل وار سره دا وایم چی د کرزی نه ټول افغان ملت ډیر امیدونه لرل سره لدی چی یو خه ناخه کار کړی چی دا په هیڅ وجه هم کافی او بس ندی او ډیر فرصتونه له لاسه ورکړی پدی توګه نو د افغان ملت ملاټر ورسره کم شوی دی او بیا به دی ته څوک رایه نه ورکوی . هغه مشهوره دری خبره ده چی وایی (آزموده را آموزدن خطا است) نو راخی چه یو بل کس ته چی فکر کوو افغانستان ته او دی دردولی ملت ته او دی کونډی اویتمانو د اوښکو وچونکی او د دردونو دوا ولری او د هیواد او خلکو غم ورسره وی رایه ورکوو.
    په درنښت
    جمشید د جرمنی نه

  5. دي اولس ته خداى په قهر شويدي ، دوي ځانونه ډيرپاك بولي خوترهر چا لړلي دي ، وګوري همد خلګو همدي نادانو پښتنو همدي نادانو روڼ اندو اوهمدي خللګو په شوراوځوږ ودي كرزي ته رايه وركړه ؟
    كرزي ځه وركړل عزت ابرو هوسايي او كه ذلالت ؟
    موږ له كرزي نه غواړو تاسو سوله راولي دده چې يو غلام دي ترتوان وتلي كا ردي ، دادبادارانو كاردي داپه كوركې په دولت كې خوبه يې لږ خلګوته سوكالي اوخدمت كړي واي ،
    خوده هيڅ ونه كړل ، له ده سره ټول ملت دده په ګناهونواوپښتون وژنه افغانه شرمونه كې ښكيل دي همداوجه ده چې دخداي قهر له هره لوري پري اوري ، كه له دي واره دااولس په رايو كي ونده واخلي اودكرزي نامشروع حاكميت ته مشروعيت وركړي نو په دي وويږي چې په رڼا ورځ به تول غرق شئ ،
    له ټولو هيوادوالو هيله كوم چې ياسم كانديد پيداكړي يا بي خې له دي شوراو تير شئ ، هغه بۀ ټاكل كيږي چې امريكايانوته دمنلو وړوي اوښه غلامي وكړي ،
    داتاكنې نامشروعو خلګوته مشروعيت وركولو په معنې دي .