کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزی: له خپلي کانديدۍ نه يم تېرسوئ

اشرف غني احمدزی: له خپلي کانديدۍ نه يم تېرسوئ

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه اوازې په کلکه رد کړي چي ويل کېږي نوموړی د کوم بل کانديد په ګټه له خپلي کانديدۍ تېر سوی دی . نوموړئ وايي چي يو شمېر نورو کانديدانو دا ډول وړانديزونه ورته کړي دي مګر ده نه دي ملي ، نوموړي د بېلګي په ډول د ښاغلي حامد کرزي دا ډول غوښتنه ياده کړې ده او وايي :


 د ښاغلي كرزي له خوا راته ډير ځله مراجعه شوې، وروستی ځل يو ځل بيا د كورنيوچارو وزير ښاغلى حنيف اتمراو د سيمه ييزو ارګانونو رييس ښاغلى غلام جيلاني پوپل د ښاغلي كرزي په استازيتوب ماته راغلل او د كرزي دا غوښتنه يې ترما راورسوله، چې دده پر وړاندې له خپلې نوماندۍ تېر شم. مګر ما يې غوښتنه رد كړه او په صراحت مې ورته وويل چې زه د خپلو خلكو او هيواد د راتلونكي لپاره يو مؤثر او منظم پروګرام لرم او د دې پروګرامونو د عملي کولو او تحقق لپاره تر وروستي پړاوه هرډول مبارزې ته چمتويم .