کور / خبرتیا او پيغامونه / دپښتو نړيوال کنفرانس لپاره د تياري مقدماتي ورکشاپ خبرتيا

دپښتو نړيوال کنفرانس لپاره د تياري مقدماتي ورکشاپ خبرتيا

 
قدرمنو هېوادوالو،
سږ کال د جون په وروستيو کې  پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي. 
 
په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه،  د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې  تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو.
 
موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو:
 
پروګرام:
۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده
۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې  د زده کړې او تعلیم عامول
۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون
۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړول
 
که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء. 
 
وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د  می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی
 
پته :


AFGHANIC/Seminar-Raum
(im Brunn Autoland, III. Etage)
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn, Germany
 
اړيکه :
Tel 0049228 – 409 76 30
Mobil 0049174 741 73 06
wardak@afghanic.org