کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دجاسوسۍ په تور يو تن وژل بل ټپي سوئ دئ

ننګرهار: دجاسوسۍ په تور يو تن وژل بل ټپي سوئ دئ

د توره بوړه جهادي محاذ وياند قاري سجاد لراوبر ته وويل چي چي کسانو يې تيره شپه د يولسو بجو په مهال د ننګرهار ولايت د چپلهار ولسوالۍ په سره قلعه کلي کې دوه تنه د امريکايانو جاسوسان هريو وکيل او مطيع د حاجي ضابط زامن چې له ډيرې مودې څخه يې امريکايي يرغلګرو ته جاسوسي کوله، په داسې حال کې چې د توره بوړه جهادي محاذ د مجاهدينو له لوري تر څارنې لاندې وو او په دې وروستيو کې له يوې مياشتې هڅې ورورسته هغه مهال په خپله سزا ورسول  .


قاري سجاد وايي چي دوی په خپل کلي کي روان و چي ددوی طالبانو بريد پر وکړ  چې له امله يې يو ځاى پرځاى وژل شوى او بل يې ډير سخت ټپي شوى دى

قاري سجاد زياتوي چې نوموړيو جاسوسانو د کره ثبوت په اساس د يو شمير مجاهدينو په نيولو او وژلو کي هم لاس درلود ، خو نوموړي په دې اړه لراوبر ته کوم سند نه دی وړاندي کړی .