کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که کرزئ بیا دولتمشر جوړیږي ټولټاکنو ته اړتیا نشته

که کرزئ بیا دولتمشر جوړیږي ټولټاکنو ته اړتیا نشته



د کرزي په اته کلنه واکمنۍ کې افغانان ، د کرزي او دهغه له وطن سره د جفاکاره ټيم څخه تر پزې پورې رسېدلې دي خو په سپين سترګۍ سره د ولسمشرۍ څوکۍ ته د هغه بیا نوماندي او د قسیم فهیم او خلیلي په نومو سره د خپلو مرستیالانو پتوګه د دوو وتلو جنګي جنایت کارو څېروغوراوي ، ټول افغانان د هېواد له یوه سره تر بله په شاک کې اچولي دي .
داسې ښکاري چې په تېرو اتو کالو کې  د کرزي ، د هغه د ټیم او د کرزي د درواغجنې واکمنۍ د بهرنیو ساتونکو زړه ، د افغانانو په سپکاوي ، ورکاوي او ټولوژنه لا نه دئ سوړ شوئ !
د ټولټاکنو په خندنۍ ډرامې سره  پر افغانانو د کرزي او د هغه د ناکام او بدنام ټیم بیا تپل به ، د افغانستان دولت د نړۍ د پوره ناکام دولت تر کچې وښویوي او د هېواد د چارو د سمون او بیارغونې په اړه به د افغانانو هیلې او امیدونه نور هم په اوبو لاهو کړي !
بیخي عجیبه او هیښنده ښکاري ، هغه فهیم او دهغه ټلواله چې د همدې کرزي د واک د ناکامۍ لپاره يي هم د دولت دننه او هم له بهره په هیڅ چلوټه او توطیه اسره ونه کړه ، کرزئ يي بیا د خپل لومړي مرستیال پتوګه افغانانو ته ورپېژني . ډېرئ خلک په دې باور دي چې که فهیم د کرزي لومړئ مرستیال وي ، په ریښه کې به ولسمشر فهیم وي او کرزئ به يي مرستیال وي .
اوس پوښتنه دا پيداکیږي کرزئ او د هغه ټیم چې د جنګي جنایت کارانو ، ټوپکمارو ، د نېشه يي توکو د قاچاق وړونکو ، غلو ، ډاکوانو ، لوټمارانو او د پردیو د جاسوسي کړیو یوه تبکاره ډله ده بیا هم د وحشت او بربریت د خپل اته کلن کاري رپوټ سره ، په ټولټاکنو کې د بیا ټاکنې په موخه د افغان ملت پر وړاندې دریږي او له افغانانو بیا رايي غواړي ؟ ایا دغې ډلې ته دا د شرم او ننګ خبره نه ده ؟
په دې اتو کالونو کې د کرزي کاري ټيم ، دې شنې غدۍ ، نړیوال  کومکونه چور کړل ، په شیرپور کې يي پرې چوراباد جوړ کړ ، په دوبۍ او عربي عماراتو کې يي پرې خیالي او جنتي ماڼۍ ودرولې او د لویدیځ په بانکونو کې د بلې ورځ لپاره سپما کړې ! ایا دوی دا له افغان ملت څخه پټولئ شي ؟
دمګړۍ خو کرزئ یوازې دوه بدماشان د خپلو مرستیالانو پتوګه افغانانو ته وروپېژندل ، او نور بدماشان او ډاکوان به روسته د ټولټاکنو په پای کې د خپلې کابینې په توګه ولس ته وروپېژني .
کرزي یوازي دوه غله راوپېژندل ، په داسې حال کې چې هغه باید خپله کړنلارهم بیان کړئ وئ .
خو د غلو او چورواکانو کړنلار چې افغانان ترې اته او یا له دې هم زیاته تجربه لري ، له نورې غلا ، د هېواد له نورې وراني او ویجاړۍ څخه بل څه کېدئ شي ؟
کرزي او د هغو د غلو ډلې هیڅکله د هېواد د ودانۍ لپاره کومه تګلار نه درلوده او اوس يي هم نه لري . کله چې کرزي خپل دوه نامتو غله او لوټماران خلکو ته وروپېژندل ، کرزي په حقیقت کې یو ځل بیا د چور له کړنلارې څخه ننګه وکړه او خلکو ته يي وښوده چې دوی د چور له تګلارې څخه بله تګلار نه لري او نه يي پېژني !
کرزي خلیلي او د هغه ډلې ټپلې ته ژمنه کړې چې په سلو کې شل « ۲۰٪ » واک به په دولت او نورو غنایمو کې د خلیلي ډلې ته ورکوي . دا چې د قسیم فهیم او د هغه د وطن پلورې ډلې سره به يي د واک او غنایمو په ویش کې هغه ته څونه سلنه « فیصدي » منلې وي ، دا به روسته رسنیو او د ولس د خبرتیا لپاره ښکاره شي .
خلیلي وړمه ورځ د لويي جرګې په خیمه کې د یوې غونډې په مهال چې په ظاهر د کرزي د کمپاین یوه برخه وه ، دخپلې وینا په ترڅ کې وویل چې که چیري دا ځل واک ته ورسیږي نو کوچیان به په کلکه سره د هزاره ګانو سیمې ته له ورتګ څخه راوګرځوي .
له کرزي څخه پوښتنه دا ده ، ایا په تاجیکو کې له فهیم او په هزاره ګانو کې له خلیلي څخه پرته بل څوک نشته چې خامخا دې همدغه دواړه مشهور ډاکوان د دولت پر لوړو څوکیو کې د تاجیکو او هزاره ګانو په استازیتوب خیټه واچوي ؟ ایا خلیلي او فهیم په ریښتیا د تاجیکو او هزاره ګانو قومي استازي دي ؟ ایا په دغو دوو قومونو کې له دوی څخه ښه او وړ کسان نشته  ؟ د فهیم او خلیلي استازیتوب هم د تاجیکو او هم د هزاره وروڼو لپاره د شرم او پيغور خبره ده لکه څنګه چې کرزئ د پښتو لپاره د ننګ او پيغور شخصیت دئ !
زه باور لرم د افغانانو په ټولو قومونو کې لوی لوی شخصیتونه شته خو اوسنیو حالاتو او پر هېواد باندې د چورواکانو واکمني د هغو د راوتون مخه ډب کړې ده .
ټول افغانان په دې پوهیږي چې د دولتي چوکیو ویش د کرزي د معاملي د سیاست پر بنسټ د افغانانو ملي یووالي او پيوستون ته څونه زیانمن تمام شو ، خو کرزئ له دغه ناوړه او زیانمن سیاست څخه زده کړه نه کوي او لاس ترې نه اخلي .
 « ښاغلی ایدې چې په افغانستان کې د ملګروملتو ترټولولوړ رتبه دیپلومات دی ، له ولسمشرکرزي سره  خپلو وروستیو ملاقاتونو کې ، له هغه غوښتي چې فهیم د مرستیال په حیث انتخاب نه کړي يي
د فرانس پریس اژانس د راپورله مخې لوېدیځو دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې ښاغلی فهیم او کسان یې په هغوغښتلیو جنايي ډلو پورې تړلي دي چې په کابل کې د بهرنیواتباعوپه تښتولو،د بانکونو په لوټولواود وسلو اومخدرو موادو په وړلو راوړلو کې لاس لري .
لوېدیځو دیپلوماتانو زیاته کړه : ښاغلي فهیم په ۲۰۰۲ ع کال د هوانوردۍ د وزیرعبدالرحمان د وژلو امرکړی وو او د نوي یمې لسیزې په لومړیو کلونو کې یې د کابل په هوايي ډګر کې د مخالفې ډلې د سلګونوتنوپه وژلو کې لاس درلود. »
واشنګټن پوست لیکي چې د کرزي دغه کار افغانان مایوسه کړي او خلکو ته یې ټکان ورکړی دی.
نادري ویلي چې د بشر د حقونو سرغړونکي د حکومت په جوړښت کې تر ځای پر ځای کیدو وروسته د خلکو باور په حکومت کمولای شي دا ځکه چې خلګ نه غواړي د بشر د حقونو سرغړونکي او تر پښو لاندي کونکي بیاځلي د واک   په ګدۍ کښینې.
همدارنګه په کور دننه هم د کرزي په روستي  ناوړه او ملي ضد ګام  باندې د خلکو غبرګون ورځ تربلې زیاتېدونکئ دئ  .
خو ددغو ټولو څرګندونو او نیوکو سره سره کرزي غواړي چې  له چور واکانو سره د دولت د واک او ملي شتمنیو په لوټولو کې  یوه بله پنځه کلنه دوره هم پاتې شي .
د ډېرئ خلکو په اند ، که دا ځل کرزئ او د هغه د چورواکانو ډلګۍ بیا واک ته ورسیږي ، د افغانستان لپاره به یو بل لوی ناورین وي . نو ښه به داوي چې افغانان  بیا ددغه زړې ګېدړې په مکر او حیله تېر نه وځي او که د وټ وخت رارسیږي په هیڅ شان دغه تباکارې ډلې ته وټ ورنه کړي .
بلخوا که امریکا او دهغه لویدځ انډيوالان خامخا غواړي چې کرزئ او د هغه د چورواکانو ډله بیا راولې  ، نو ټولټاکنو ته کومه اړتیا نشته ، د ټولټاکنو لپاره بېلې شوې پیسې دې  په نورو کارونو ولګوي .
خو تر کومه ځایه چې افغانانو پورې اړه لري  ، افغانان باید په  راوړاندې شویو نوماندانو  کې ، داسې یو څوک چې  د افغانستان د ودانۍ او ښېرازۍ  او د افغانانو د نیکمرغۍ او سوکالۍ لپاره ملي کړنلار او تګلار ولري  غوره کړي او هغه ته وټ ورکړي .
د نوماندانو په ډله کې یوازیني شخصیت چې  هغه دا شان یو ملي کړنلار او ملي لورئ لري اشرف غني احمدزئ شمېرل کېدلئ شي چې پرون يي یو ځل بیا د ټولټاکنو په اړوند خپل دریځ څرګند کړ .
افغانان باید دا ځل ډېر پام وکړي او پنځه راتلونکي کالونه خوشې له لاسه ورنه کړې  او د خپل وټ په ځای کارولو سره د چورواکانو د بیا راتګ مخه ونیسي .
اخځونه :
ټول افغان ، بېنوا ، جرمن انلاین  بریښناپاڼې