کور / تازه خبرونه / جمهوري رياست ته د نوم ليكني پروسه بشپړ سوه

جمهوري رياست ته د نوم ليكني پروسه بشپړ سوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسون د جمعې په ماځيګر اعلان وكړ، چي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د نوم ليكني پړاو بشپړ سو.
د نوم ليكني پروسه د ثور پر پنځمه پيل سوې وه چي د جمعې په ورځ د ثور پر ۱۸ نېټه په رسمي توګه پاى ته ورسېده.
د انتخاباتو د خپلواك كمېسون وياند رسنيو ته وويل چي د ولسمشرۍ دپاره يې ۴۲ كسان ورسره راجسټر كړي دي او ښايي دا شمېره ۴۷ تنو ته ورسېږي، ځكه چي د پنځو وروستيو كسانو اسناد لا تر اوسه بشپړ سوي نه دي.
د جمهوري رياست انتخابات چي ټاكل سوې ده د روان كال د زمري د مياشتي پر ۲۹ – مه نېټه ترسره سي اوسني ولسمشر حامد كرزي، ډاكټر اشرف غني احمدزي، ډاكټر عبدالله عبدالله، عبدالجبار ثابت او ګڼ شمېر نورو كسانو ځانونه ورته كانديد كړي دي.