کور / تازه خبرونه / څلور برتانوي عسكر وژل سوي دي

څلور برتانوي عسكر وژل سوي دي


د برتانيې د دفاع وزارت په يوه خبر پاڼه كي د خپلو څلورو عسكرو د وژلو خبر وركړ.
خبرپاڼه وايي دغه عسكر يې پرون او نن په افغانستان كي په دوو بېلابېلو پېښو كي وژل سوي دي.
برتانيه وايي دوه عسكر يې هغه وخت ووژل سول، چي د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالي كي ځانمرګى بريد پر وسو.
افغان حكومت دمخه ويلي ووچي د ګريشك د ځانمرګي قربانيان ټول ملكي كسان دي، خو برتانيې اوس د خپلو دوو پوځيانو وژل پكښي تائېد كړل.
د ګريشك امنيتي مقامات وايي په پروني ځانمرګي بريد كي څه باندي ۵۰ كسانو ته مرګ ژوبله واووښته، چي د مړو شمېر يې نن ۲۱ كسانو ته ورسېد.