کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۸مه نېټه  له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز داسي دئ :



— ——————————————————————————


 طالبان : پكتياكښي مودامريكايې قواووشپږټانګونه ويجاړكړي دي


طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن د می پر ۸مه نېټه لراوبرته په راليږلي خبركښي دعوه وكړه چي د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې يې دپکتيا ولايت د”سټوکنډو”په تنګی کې دامريکايي عسکروشپږعرادې ټانګونه ويجاړكړي اوپكښي سپاره پوځيان يې ټول وژلي دي .


هغه وويل چي نښته هغه مهال رامنځته شوله , چي طالبانو ديوكمين په ترڅ كښي دامريكايې قواوو پوځي کاروان تربريد لاندي راوست اوپورته تلفات يې ورواړوله .


هغه زياته كړه : وژل شوي عسکردايتلاف له خوادهلیکوپتروپه توسط دخپلومرکزونوپه لورليږدول شوي خوويجاړشپږواړه ټانګونه يي اوس هم په سيمه کې سوځيدلي پراته دي .


دغه راز مجاهد وويل چي په يادشوي بریدکې طالب جنګياليوته هيڅ ډول زيان نه دی ور اوښتئ .



——————————————————————————–


 هلمند: نهه تنه پوليس مړه اوټپيان شول


 طالب وياند قاري يوسف احمدي خبر وركړ چي تېره شپه د می پر ۷مه نېټه يې دهلمندولايت دمرکزلشکرګاه ښارته نژدې د”بولان “په اړونده سیمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسوپريوې امنيتې پوستې مخامخ بريدترسره كړچي ، په نتيجه کې يي .پنځه(5) تنه عسکرمړه شوي اوڅلور(4)تنه نوريې سخت ژوبل شول .


هغه وويل چي په يادشوي بريد کې دپوليسويو کرولاموټر،يوموټرسايکل اواوه (7)ميله کلاشینکوف يې ولجه کړي اودپوستې ودانۍ ته يي اوراچولی دی .


 


——————————————————————————–



ميدان وردګ : طالبان دلسګونوامريكايې عسكرودوژلوادعاكوي


دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي :چې نن د می پر ۸مه نېټه يې دوردګوولايت دسيدآبادولسوالۍد”اونچې دره” کې د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې دامریکايي عسکروپريوې پلي ګزمې يې دسپكواودرنووسلوبريد ترسره كړ، چي په نتيجه کې يي ديرش(30) تنه امریکايي عسکرووژل شول اوګڼ شمیرنوريې ژوبل شول .


هغه وويل چي دبريدسره سم دخارجي عسكرو سره مخامخ جګړه پيل شوه چې اوس هم دوام لريخوايتلاف قواوواودولتي چارواكوتردم ګړى دطالبانودپورته ويل شوي دعوې په اړه څه ندي ويلي .



——————————————————————————–



لوګر: دبهرنيوپوځونومركز تربريد لاندي راغئ


 رسنۍ دطالب وياند ذبيح الله مجاهدله قوله ليكښي چي : تېره شپه د می پر ۷مه نېټه د طالبانوله لوري دلوګر ولايت دچرخ ولسوالۍپه مرکز کې دخارجي ځواکونوکمپاين ددرنووسلوتربریدلاندې راغی .


خبر زياتوي چي په بريدکې دكمپاين  په مرکز کې دننه پنځه (5)توغندي لګیدلي چې له امله يي بهرنيوځواكونوته دمالي تلفاتوسربيره درنه مرګ اوژوبله هم اوښتي ده ، خوددقيقې شمیرې په اړه يي لادمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .



——————————————————————————–



 طالبان په غزني كښي مويوه هليكوپره رانسكوره كړه


 طالبان لراوبرته په راليږلي خبر كښي ادعاكوي چي نن د می پر ۸مه نېټه يې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍد”مرياڼو”په کلي کې د امریکايي ځواکونويوه بي پيلوټه الوتکه رانسکوره كړې ده .خبرزياتوي: چي دبريدسر ه سم دبهرنيوعسكرو الوتکي په هواکي اورواخيست اوسمدستې په ځمکه رانسکورکړای شوه چې اوس هم دمجاهدينوترکنټرول لاندې سیموکې پرته ده .


ديادوني وړده چې ايتلاف ودپېښي په اړه څه ندي ويلي



——————————————————————————–



طالبان په زابل كښي دډېروبريدونوكولوادعاكوي


دطالبانوويندوى قاري یوسف احمدي رسنيو ته ويلي چي نن د می پر ۸مه نېټه دزابل ولايت دشينکۍ ولسوالۍاوددې ولايت په مرکز کلات ښارکې د”نصرت “دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپرموټروپه بريد كښي ديارلس(13) تنه د اخلي عسكروژلي دي  ..


هغه وايې چي لومړۍ چاودنه دشينکۍ ولسوالۍد”ماخۍ”په سیمه کې داجيرې اردوپرګزمه ترسره شوه چې له امله يي ددښمن يوه عراده رينجرموټرويجاړاوپکښې سپاره اووه(7) تنه عسکرديوه تن قوماندان په شمول ووژل شول .


دغه راز هغه وايې چي په دوهمي چاودنې كښي يې دزابل ولايت په مرکز کلات کې دميزاني ولسوالۍمرکز ته پرغزيدلي سړک د دداخلي عسکروپريوه موټرپه داسي حال کې بريد ترسره كړ چي دتګ په حال كښي وو


هغه وايې چي په چاودنه کې دطالبانوله لوري موټردلته هم په بشپړه توګه ويجاړاوپکښې سپاره عسکرچې شمیريي شپږو(6)تنوته رسيده ، ځای پرځای وژل شوي دي .