کور / شعر / سپين کي وري

سپين کي وري

ستا   له  ورک   لوري ، چي  وږ مې دپسرلي  رادرومي
بس  هم  و ما  ته  ديو خوب  غوندي ، يادو نه   را و ړي
دښت   ارغو ان   وي ، مست  اګن  اوجل سندري  وايي
پاس  په  هوا  کښي ، لو ړي  زاڼي  هم  سيلو نه   راوړي


ته په شپېلکي-شپېلکي څوتانداوسپينکي وري څروې
کږه  وږه   شې ،  څو   ګلونه    د غو  يلا  ڼو   پر ې   کړ ې
بيا  د سور  ساندي   نه  يو ګل ، د چا په  نېت  و ټو مبې
تاو  شې   را تاو شې ،  يوه  غنچه   هم د مماڼو پرې کړې


بيا   يوه    اېښمه  د اسمان   پر  مخ   ښکاره   شي   هلته
ته   لکه   زرکه  خپل   ګا مو نه   ګړ ندي   غوند ي  کړې
د باران شرپ شي ، ستاښکلا  هم يوپه دوه غوندي شي
پر تور پېکي باندي مست څاڅکي لېوني غوندي کړې


ستا  په   ګمان   دغه   ورېځ ،   هم  د  سپرلي  ورېځ  د ه
نه ! دغه   ز ما  د يو  –  يو اه   نه   جوړه   شوې   ا ېښمه
د  فطرت   خدای    بيا  اوروي   زما مسافري  اوښکي
له   ا رما نو مي  جو ړ و ي ،  تل   نوې –  نوې   ا ېښمه


چي   د  لېوا  نو    د  شېلې   نه  ا نګو لا  پو ر  ته   شي
شپو نکۍ   يه  وايه ! وار و پار دي خطا کيږي که  نه؟
چي   ها  د  تور   رقيب   له   لاسه    مو  صدمه   ليد له
ها  د  ناو ر ين    توري  شېبې  د رته   ياديږي   که   نه؟


په   شنه   کو ماله   ،  نن  هغه  د ديدن ځای  جاروکړه
خير  که   زه نه يم ، ته  سپرلی ښه په خوښۍ ولمانځه
د ا  سي  ګلو نه   هلته   کښېږ ده ،  چي  دا غو نه لري
هغه   مهال    يا   په   لاله ،  يا   په   غاټوی  و لما نخه