کور / تازه خبرونه / له يوه امريکايي سرتېري د عبدالسلام د وژلو تحقيق کېږي

له يوه امريکايي سرتېري د عبدالسلام د وژلو تحقيق کېږي


د اسوشېټيډ پريس خبري اژانس د خبر له مخي دامريکا په يوه سيمه ايزه محکمه کي يو امريکايي عسکر په افغانستان کي د عبدالسلام په نوم يوه افغان د وژلو په اړه پوښتل کېږي .


عبدالسلام  د ۲۰۰۸ د نومبر د مياشتي پر ۴ نېټه د Don Ayala لخوا د چهل ګزي په کلي کي په ډزو ويشتل سوی او وژل سوی و ،  نن  ۸ می ۲۰۰۹ د ډاڼ آيلا محکمه په دې نيت پيل سوه چي د نوموړي د جرم سزا وټاکي ، دا په داسي حال کي ده چي درې ورځي مخکي د امريکايي هوايي ځواک لخوا د فراه ولايت دبالابولک په ولسوالي کي تر ۱۵۰ زيات ملکي کسان په خپلو کورونو کي بمباري او ووژل سول .