کور / تازه خبرونه / اووه طالبان وژل سوي او ۲۷۲ كيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي

اووه طالبان وژل سوي او ۲۷۲ كيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي

اوه ۷  تنه تروريستان له منځه وړل شوي او۲۷۲ كيلوګرامه ترياك نيول شوي.
دامريكاپه مشرۍ ائتلافي ځواكونو د شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر وركړ چې د افغان ځواكونو په مشرۍ يې د هلمند په نهر سراج ولسوالي په مربوطاتو  كې د سيمې د اوسيدونكو په مرسته د يو لړ خاصو عملياتو په ترڅ كې ۲۷۲ كيلوګرامه ترياك ونيول او ۶ تنه تروريستان يې له منځه يوړل. خبرپاڼه زياتوي چې د عملياتوپه ترڅ كې يو ميل كلاشينكوف سره سلو مرميو او يو شمير ريموټ كنټرول بمونه هم كشف شوي دي. خبر پاڼې افغان او ائتلافي ځواكونو د اوښتو زيانونو په هكله څه نه دي ويلي.