کور / شعر / غزل

غزل

لكه پښتون درســته نړۍ كې څوك غمخورنه لري
هـــسي پــرهــريــــې يــوزړه سوانده دټكـــور نه لري
 
پـــاچـــاســـړى دى خــپــلـې ميـنې تـه پـه مـينه مينه
بــاڼـــه عــاجـــزه كــړي ورپــورتــــه تــه وازور نه لري
 
ناست وي پـرتخت دسليمان پاس په فضاګرځيږي
كــله ملـنـګ نـاـست پرزيارت وي ته واكورنه لري
 
ښكلـى قــلــم يــې كــلــه زهـــر كــله شات وشندي
چاته وي خوږ چاتــه وي تريخ كلام يې نــور نه لري
 
ورتــه رحـمن اوخوشـحـال پريښوده درۍ په مــيراث
ناست روحاني ورباندي وعظ كړي الفاظ تورنه لري