کور / شعر / زما په کليزه کې زما مور په چاړه حلاله شوه

زما په کليزه کې زما مور په چاړه حلاله شوه

 ګرانولوستونکو:-دا غمجنه کيسه ولولې او هغه خلکو سره مرسته وکړئ چې په ورځني ژوند کې مشکلات لري داسی نه چې کوچنۍ اشتبا نه يوه لويه غميزه جوړه شي څه فکر کوئ چې افغانان په بهرني ملکونو کې ډير خوشحال دي ؟ او يا بهرني ملکونو کې مرګ او بد بختي نشته؟ زوريدلي افغانان چې هر چيرته لاړ شي قسمتو نه ور سره ملګري دي دا يوه رښتينۍ جناعی کيسه ده چې د يو افغان ما شوم د خولې نه تاسی ته ليکل کيږي دا غمجنه کيسه د هغه ماشوم کيسه ده چې شبيرنو ميږي شبير دژوند دناخوالو سره لاس په ګريوان دی دهغه موردهغه پلاردغوښې په چاړه په نه خبره حلال کړې دی دا هم دشبير دکليزی ورځ وو شين سهاروو لمرلا څړيکه نه ووکړی چې مستوره له خوبه پاسيده مونځ يې وکړ اوخپل ماشوم ځوی ته به هم د اوږد عمردوعاوی کړی وي دا ځکه چې نن دهغه د ځوې کليزه وه ما مستوره پيژنده په يوه غريبه کورنۍ کېزيږيدلې وه ډيره با ايمانه ، دين داره ښځه وه او د اوچت تعليم خاونده وه په يوه رسمي روغتون کې د نرسې په توګه دنده تر سره کوله د حيا لوپټه يې تل په سراو پينځه وخته مونځ يې نه قضا کاوه غريبانو سره به يې تل د خپل وس په توان کمک کاوه يوه مهربانه مور وه خپل بچو ته  ډير ښه ژوند يې جوړ ه کړيوه شخصي کور يې درلود د بهرنی ملکونو په يوه ښکلې ښار کې ژوند کاوه چې زه د مجبوريت له مخی نه شم کولاې اصلي ځاې او اصلي نومونه تاسی ته زکرکړمه کله چې په وطن کې نا اعلان شوې جنګ د خلکو نه د ژوند سرمايه او ارزښت وا خيست نو خلک هم د نړۍ هرګوټ ته د جنګ نه د پناا خستولپاره وطن نه ووتل واړه او زاړه درپه درشول بيا خوڅوک په سر او څوک په پخو لاړل وطن نه او ډيرخو اوس هم لا مسافر اودرپه درګرځي په وطن کې د فقر او بد بختی لمنه خوره وه دخلکو په ناموس باندې تيری او سل نور بد بختيانی د خلکو لمن ګير شوې وه خلک مجبورشول خپل لورګانی خپل د عزت ساتلولپاره ميړونو ته ور کړي هغه دخپل پلار په خوښه کله چې افغانستان کې دجنګونو اورنه بل وو په هيواد کې د امنيت دنشتوالې په وجه  يو غريب سړۍ ته ور کړ شوه چې هغه د مستورې د پلارملګرۍ هم وو چې مستوره ورته واده شوه دا يوه جبري واده وه د ژوند شپی ورځي په جنګونو او داوو باندې تيريده دهغه په وينا دهغه ميړه چرسي ا و عصبي وو او هر کله به يې خپل ښځه باندې بی ځايه وهل او ټکول کاوه خو دا چې پښتنو کې دا شرم ګنل ګيږي چې د ميړه نه د جنګونو لپاره ښځه محکمې ته ووځي مستوره هم سياله وه دخپل دکورشخړۍ اوغمجن ژوند نه پوليس ته راپور نه ورکاوه او په دې شرميده هم خو دژوند ډيرې سختی شيبی په يوه داسې ملک کې چې د ښځو مقام ته د اوليت احترام قايل دی د ميړه هر رقم وهل او ټکول يې تر بندو دروازو د ګاونډيانو نه پټ په چوپه خوله تيروله خو د هغه وروڼه هم پرې خبر وو او يو ليور چې همدې سپا نسر کړيوه په همدې کور کې ور سره اوسيده له دی جنجالونو نه خبر وو هغه نه غوښته چې د دوې په مشکل پوليس او حکومت خبر شي او بچيان يې بی پلاره لوې شي خو هغه په دی هم نه پوهيده چې بچيان به يې هم بی موره او هم بی پلاره دنورو لاس لاندې د محنت ژوند تير کړي قسمت خپل کړنه يې وکړ چې مور دګور بنديوانه او پلار د جيلخانی د اوسپنيزميلونو تر شاه  شپي تيروي مستوره چې کله افغانستان کې وه نو ديو بهرنۍ شفاخانه سره يې دنرسې په توګه دنده ترسره کاوه او د همدې مسلک د لرلو په وجه يوه بهرنی هيواد هغې د کورنۍ ټول غړو سره ومنل اوکله چې بهر ته لاړه پس د تحصيل د بشپړيدو نه بيرته خپل مسلک يې تر لاسه کړه ښه عايد يې درلودشخصي کور او تقريبا مناسب ژوند خاونده وه هغه ډيره مونځ ګذاره ، پرهيزګاره او زحمت کشه هم وه دبچيانو لپاره ښه مور وه دورڼو لپاره مهربانه خور او دمور او پلار دپاره لکه يو ځوی اوږه ورکړې وه يواندازه پيسې خپل پس انداز کې هم درلود ډير زړه سوزونکې په غريبانو زړه سویې درلود کله ناکله خپل غريب هيواد والو سره به يې هم کمک کاوه خو د هغه خلاص لاس د هغه او د ميړه په مينځ او هغه تعصب چې ميړه يې د مستورې د پلار کورنۍ سره درلود دوې په مينځ کې دبيلتون ديوالونه جوړ کړي وو مستوره د خپل غريب کورنې مشره اولاده وه نو مور او پلار سره هم مالي مرسته کاوه ډير يې ارمان درلود چې خپل مور او پلار حج ته وليږي چې دا ارمان يې پوره نه شوه او خپل ځان سره ګور ته يوړل شبيردمستورې ځوې د خپل مورکۍ د مرګ شيبې نه داسې پرده پورته کوي زمادکليزی ورځ وو مور مې له خوبه ويښه شوه مونځ يې وکړ اواشپز خانۍ ته لاړه چې موږ ته زما د کليزی لپاره تيارې ونيسي خو لږ ځنډنه پس زما د مور او پلار د جنګ اوازونه پورته شول موږ لا د خپل خوب په کوټوو کې وو لمرلاڅړيکه نه وو وهلې کله چې پلارمې په قار شو نو په نه خبره به يی زما مورکۍ وهله که څوک خلاصون ته لاس وروړنو بيا هغه کس يي هم په مرګ وهل موږ ورڅخه ويريدو او موږ ته مور په کراتو دا ويلې وه چې کله زما پلار هغه وهله يا جنګ کاوه نو موږ به ځان په کې نه ګډه وو او دروازۍ او کړکۍ به بندی ساتو چې ګاونډيان او پوليس خبر نشي که پوليس خبر شي نو پلار به له مونږ نه بيل کړي په دی سهار هم د جنګ او تا ويلي
ما ويلې خبره پورته کيدل مونږ دا اوريدل چې پلارمې په مورګذارونه کوي موږ له ډاره د خپلو کوټو د دروازو تر شاه خانونه پټ کړل زما د مور او پلار جنګ په دې وو چې مور مې د پخلن ځاې د يخچال نه دری چرګان ايستلې وه چې ټوټه ټوټه يې کړي او کباب ورنه جوړکړي دا ځکه چې زما همزولې د ماما لورګان او زامن چې سره نژدي اوسيدواو هم ماما ګان مې ماته د کليزۍ د پاره راتلل او ماته يی سوغاتونه اخيستي وو او مور مې هغوې هم بللي وو خو زما پلار مخالفت کاوه او ويل چې هغوي دنه راځي زما مورد چرګانوپريکولو لپاره تيره چاړه يې اخيسې وه موږ دا خبره اوريده چې پلار مېې ويل مړه کومه دې په همدې چاړه سردرنه پريکوم زما د مورد ژړا او مه کوه مه کوه د خداې دپاره داسې اوازونه اوريدل کيدل خو ډير زر دا اواز ورک شول مونږخوشحال شولو چې جنګ سړه شوه او بيرته سره پخلا شول خو دا ځل هغه څه ر ښتيا شوي وو چې کلونه کلونه زما پلار يی هيله در لود زما مور يی په تيره چاړه هلال کړۍ وو او خپله د کور نه په تښته و تلی وو زما مشره خور ورور پخلن ځاې ته يې ځان ورساوه چې مورکۍ سره په کارنو کې مرسته وکړي خو ډير نا وخت وو چې کله پخلن ځاې ته داخله شوه زما دمور سر پريکړې تنه يې په وينو کې لت پت پخلن ځاې کې وليده او بيا هم د ډاره اواز پورته نکړل پاس راغې زما تره يې پری خبر کړ زما تره چې دا خبره واوريده نو هغی هم فرار وکړمونږ واړه ما شومان د خپل مور جسد سره پاتی شو تر څو چې پوليس اونورخلک خبر شول چې اوس مې پلار په ځندان کې او مور مې په ا بدي خوب له دي غمجنۍ دونيا نه يې سترګې پټۍ کړی او نا خبره په وينو لت پت جنازه يې د افغانسان خواته لاړه شبير چې د مور په غم کې سرسام شوې وو په يوه ترافيکي حادثه کې ددواړه و خپو حرکت يې د لاسه ورکړ اوس په يوه ګرځنده چوکۍ کې د دوه معلمينو سره چې دحکومت له خوا ورته مقرر شويدي ګرځي او حکومت ورته شخصي کورهم ور کړی او سرمايه هم د هغه په سرمايه يوه ګيس ستيشن هم چليږي د هغه کليزه دا څووم کال دی چې په شاندارو مراسمو کې نمانځل کيږي دا ځکه چې د ا د هغه د مور غوښتنه وه خو ما شوم شبير همدا وايی چې زما په کليزه کې مور مې په چاړه هلاله شوه دا مانه په ژوند کې نه هيريږي او په سلګو سلګو ژاړي او وايي که خلک راته ټول دونيا هم راکړي خو داسی څوک به پيدا نه شي چې ځما مور ماته پيدا کړي چې زه هغه اوښکې پاکی کړمه کوم چې کلونه کلونه يې زما د پلارد ظلمونو دلاسه توياوه زما ارمان زما د مور ديدن دی چې هيڅ څوک يې هم پوره کولاې نه شي او ماته خوشحالي بخلې نه شي  دا ځکه چې زما په کليزه کې زما مورپه چاړه حلاله شوه پاې