کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا ځپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او د کاندیدانو د شمیر زیاتوالي ته په اشارې هغه يې له یوې ازلوبې سره تشبیح کړې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په ځینو کسانو دا انتقاد هم کړې دې چې بې له دې چې ددې دندې په مسؤلیتونو او خپلو وړتیاو فکر وکړي ځانونه يې کاندید کړیدي.

ورځپاڼې په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمباریو کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې هوايي حملې یوازې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي د قربانیانو شمیر زیاتوي او د امریکا او افغانستان لپاره هیڅ لاس ته راوړنه نلري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په هوايي بمباریو د بشپړ بندیز غوښتنه يې کړې ده.

ورځپاڼې د ترورزم په اړه په یو څیړنیز مطلب کې لیکلي دي چې ترورزم په افغانستان کې نه بلکه په سیمه کې زیږیدلې او باید په سیمه کې يې ځالې وځپلې شي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا په واشنګټن کې د افغاني امریکايي او پاکستاني مشرانو ترمنځ شویو خبرو ته کتنه کړې او د هغوې نوې ژمنې يې څیړلې دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په هیواد کې د عامه وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ولس مشر کرزي په وروستي غبرګون تبصره کړې او لیکلي دي هغه غبرګون چې د شعار بڼه ولري هیڅ درد نشي دوا کولې.

ورځپاڼې په یو مطلب کې د محقق او دوستم په حواله لیکلي دي چې له ولس مشر کرزي سره د واک پر ویشلو خبري کوي.

ورځپاڼې د پاکستان د جماعت اسلامي د ډلې د مشر دا وینا هم راغستې چې د افغانستان او پاکستان د نا امنیو قربانیان یوازې پښتانه دي.

ورځپاڼې پخپل یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او په تیره بیا د امریکایانو لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو مسله هم راغستې او لیکلي دي چې دا کار به وضعه نوره هم بحراني کړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د پوخي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په ستونزې تبصره کړې او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د ترورزم پر ضد د مبارزې په تکتیک کې د بدلون غوښتنه کړې.

خو اصلاح هم د ولس مشر کرزي د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راغستې او لیکلي دي چې امریکا باید په افغانستان کې د ترورزم په خلاف په مبارزه کې خپلې تیروتنې تکرار نکړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د کاندیدانو په شمیر کې زیاتوالې یوه ستونزه بللې او لیکلي دي چې د یوې مطلوبې نتیجې لپاره باید ددوې په شمیر کې کمې راشي.

ورځپاڼې په غور ولایت کې د ښوونکو د اعتصاب خبر هم ورکړې دې او لیکلي دي چې دغه اعتراض د کادري تنخواو د بندلو لپاره له تیرو دریو ورځو راهیسې دوام لري.


د افغانستان ټامیز انګلسي ژبې خپلواکې ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد مسله څیړلې او لیکلي دي چې ددې ستونزې د هواري لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

ورخپاڼې د موضوع په دوام کې لیکلي دي چې د فساد په له منځه وړلو کې د پاتې راتلو له کبله په افغان دولت په نړیواله کچه انتقادونه کیږي خو د ورخباڼې په وینا د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې د دولت د پاتې راتلو یو اساسي علت دادې چې خلک له دولت سره همکاري نه کوي.