کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د سړک د غاړې بم ۸ انجينران او د هغوی ډرېور وواژه

ننګرهار: د سړک د غاړې بم ۸ انجينران او د هغوی ډرېور وواژه

د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د سړک دغاړې يو بم ۸ تنه ووژل. د والي وياند احمدضيا عبدالزی وايي بم د کارګرو په يو سراچه موټر چاودلئ چې شپږ تنه يې ټک له ټکه وژلي او يو تن يې سخت ژوبل کړئ چې هغه هم د رغېدو نه دئ.


نوموړي ددغې بمي چاودنې پړه د دولت د مخالفينو پر غاړه واچوله، خو تردا مهاله يې پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. د ننګرهار په ځينو سیمو کې دې ورته چاودنې مخکې هم شوي چې يو شمېر ولسي او دولتي چارواکي پکې مړه او ژوبل شوي دي.


لراوبر ته په رالېږل سوي خبرپاڼه کښي ددې پيښي مسؤليت د توري بوري مهاذ پر خپله غاړه اخيستئ دئ  او وايي چي دا چاودنه دوی نن سهار ۶ بجې د ټانګ ضد ريموټ کنټرول بم په واسطه دننګرهارولايت ددِه بالا په ولسوالۍ كښي تر سره کړې ده .


خبرپاڼه وايي چي نوموړي کارګر نه بلکي انجينران وو چي د دِه بالا غونډ د جوړولو کار يې مخته بېوئ خو ددې انجينرانو د هويت په هکله لا تر اوسه څه نه دي ويل سوي .