کور / شعر / غزل

غزل

داحمد بابا خنجر نیولی زنګ دی
چې په کور دپښتنو دپردوجنګ دی
چا يې ژبه په ډالرو غوڅه کړي
داسړی چې په دې شراوشورکې ګونګ دی
د پړوني او شملو په پاک وطن کې
یوه نیکر راته اغوستی اوبل لنګ دی
شعر مې ځکه هر یوه زړه ته لار پرانیزي
تخیل مې داحساس په وینو رنګ دی
لکه غر په خاموشۍ کې دی سر لوړی
په جامه که خوار(حسن ) لکه ملنګ دی