کور / شعر / شعر

شعر

راسه راسه پسرليه دغه وران وطن ودان کړه
ژوندون هسي رانه تېر دى راپوره مې داارمان کړه
 
دګوچۍ وتوروزلفوته رنګين ګلونه راړه
ښايسته مې ټول دښتونه په سره ګل دارغوان کړه
 
سر دکونډومو راپټ کړه ديتيم اوښکې کړه پاکې
بسته بسته بالابسته داقتال رانه پنهان کړه
 
دسپرلې وږ مه چې راسې دشپونکې شپېلۍ يي مل وي
هر يوګل ورته نڅيږئ په امان موله خزان کړه
 
راته راوله اوريځې چې ښه تالنده بريښناوي
بيانو ورک زموږ لخوانه طيارې اوراکيټآن کړه
 
چې ارغند په مستې راسې په مستې مستې رادرومې
ټول ناخوالي رانه يوسي راته شين دښټ اوبيابان کړه
 
چې پېغلانې په نڅاکړي اوځوانان کړي اتڼونه
داسي ډول دي راته سورکړه چې مې ورک رانه خپل ځان کړه
 
شنې درې ښآيسته کوچۍ يوکوچنۍ شانتې خيمه وي
شپونکۍ ځوان پرمستې راسې شپېلۍ ګډه په ارمان کړه
 
په هوس راسه سپرليه مير يحي په انتظار دى
دلته ټول ګلان خفه دي زموږ سيمه ګلستان کړه