د قبايلي پښتونخوا د ادم خېلو په دره كې پر يوه پوسته ځانمرګى بريد سوى دى
د مالوماتو له مخي نن سهار د قبايلي پښتونخوا د ادم خېلو په دره كې پر يوه پوسته ځانمرګى بريد سوى دى چې له امله يې د پاكستان د امنيتي ځواك د يوه سرتيري په شمول څلور نور لارويان هم وژل سوي دي
ويل كيږي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چې كله يوه ځانمرګي د ادم خېلو د درې د سبينه تاڼې په سيمه كې د تلاشۍ يوې پوستې ته پر رسېدو خپل ځان الوزولى دى
بلې خوا په هم دې سيمه كې د يوې لېسې مخي ته د يوې درنې چاودنې ږغ اورېدل سوى دى خو كوم زيان په اړه يې لا څه نه دي ويل سوي