کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا زموږ ولې داسې حال دئ؟! دا موږ پښتانه هم ادم خوران يو ؟

دا زموږ ولې داسې حال دئ؟! دا موږ پښتانه هم ادم خوران يو ؟

له ډېرې مودې راهيسې په غونډو ، رسنيو او شخصي مجلسونو کې موږ پښتانه له خپل وروسته پاتې والي سر ټکوو او پر ځان نيوکې کوو خو لږ خلک به په دې هکله سوچ کوي ، چې دا ولې وروسته پاتې يوو او څنګه پرمختګ کولی شو ؟

 له ډېرې مودې راهيسې په دې هکله فکر کوم ، چې دا زموږ د بدمرغيو ﻻملونه څه دي ، په ظاهره خو موږ تر نورو انسانانو په فزيکي جوړښت کې څه کمی نه لرو !

يوه ورځ مې د تحصيل ددورې يوه ملګري خبره راياده شوه ، چې د افريقايانو د وروسته پاتې کيدو په هکله يې په طنزيه توګه راته وويل :

 ته پوهيږې ، چې افريقا ولې پرمختګ نه کوي ؟ ما يو څو ﻻملونه ورته ياد کړل ، چې هلته اوبه کمې دي ، دښتې دي او داسې نور ….

خو ملګري راته وويل ، چې دافريقا ځينو قبيلو کې به کله چې يو هوښيار سړی پيدا شو ، نو هغه به يې وواژه او پوخ به يې کړ او ټولو به په ګډه سره وخوړ . دغو خلکو عقيده لرله ، چې د هوښيار سړي په خوراک سره به دوی هم هوښيار شي . او په دې توګه ، هم به يې هوښيار سړی وژلی و او هم به دوی نه هوښياريدل نو ځکه وروسته پاتې دي .

 دا چې دا خبره څومره رښتيا او څومره ټوکه ده په دې به سر نه سره خوږوو ، خو د ايرانتيا خبره دا ده ، چې دغه کار په يو بل ډول سره موږ پښتانه هم ترسره کوو !

وار له واره مې ملامت نکړیء ، لږه حوصله وکړئ او زه به خپل عرض وکړم . زموږ پښتانه هم په قبيلوي سيستم کې ژوند کوي او چې د ښو صفاتو تر څنګ يو زيات شمير منفي اړخونه هم په دې سيستم کې شته ، چې د پرمختګ خنډ دي . په دې سيستم کې تر ټولو زياتې دښمنۍ د نږدې او خپلوانو ترمنځ وي ، يا د ځمکو پر ويش يا د اوبو او … په سر جګړې او داسې نور .

متل دی : تربور ته بې وروره مه شې او ورور ته بې زويه ! تر ټولو بده خو ﻻ دا ، چې په دې سيستم کې مسؤليت فردي نه بلکې د يوه کس پر ګناه باندې بل څوک هم نيول کيږي . که چېرې يوې کورنۍ له بلې کورنۍ نه څوک ووژني نومقابل لوری هڅه کوي ، د هغې په کورنۍ کې تر ټولو د سر او تکړه سړی ووژني .

اوس نو زموږ او هغو افريقايانو تر منځ ګډ ټکي شته دوی به هوښيار سړی پخولو او خوړلو او لږ تر لږه ګيډه خو به يې هم مړه کړه ، خو موږ پښتانه ؟؟؟

 وايي کوم سرلښکر په غره کې خپل سرتيري ځای پرځای کړي و او کله ، چې دوښمن بريد ورباندې وکړ دوی ټول وتښتيدل او پاچا ته يې ځانونه ورسول . پاچاله سر لښکر نه وپوښتل ، چې تاسې ولې راوتښتيدیء او ستاسو دماتې ﻻمل څه و؟ سرلښکر ورته وويل ، چې پاچا صيب زه خو يو زرو يو دليله لرم ! پاچا وويل لکه کوم ؟سرلښکر ورته وويل ، چې دبېلګې په توګه موږ وسله نه لرله او …. پاچا خبره ورلنډه کړه : بس بس ، چې وسله مو نه لرله نورو زرو دﻻيلو ويلو ته حاجت نشته !!!

 دپښتانه وروسته پاتې والي لپاره هم يو زرو يو دليله ويل کيدی شي خو ځينې بنسټيز او ځينې دهمدې بنسټيزو زيږنده دي . په يوه ټولنه کې مشکلات هغه مهال نوره هم زيات شي ، کله چې پخوانی سيستم هم له کاره وغورځول شي او نوی ﻻ نه وي رامنځته شوی .

 زموږ قبيلوي سيستم هم د تاريخ په ځانګړې مقطع کې کله ناکله دخپلواکۍ په ساتلو او ځينو نورو ملي پرېکړو کې ښې پايلې درلودې ، خو دا سيستم هم له هغه مهال کمزوری شوی ، چې ځينو سيمو کې د قوم د مشرانوپه پرتله راز راز قوماندانان پياوړي شول او يا هم د ځينو سياسي ډلو په واسطه ددوی د نفوذ مخه نيول شوې . زموږ په ګران هېواد کې ﻻ نوی سيستم هم نشته ، او تش په نامه دموکراسي چې هېڅ ډول اډانه نه لري هم تر انارشۍ کچې رسيدلې .

په ټول هېواد کې داسې يو حالت رامنځته شوی ، چې هر با وجدانه انسان يې له ليدو نه متأثره کيږي . هره ورځ د ډيورنډ کرښې دواړې غاړې ته په سلګونو خلک وژل کيږي ، په هېواد کې بې کفايته حکومت ، مافيايي سيستم او د بهرنيو ځواکونو ناسمه ستراتيژي داسې يومثلث (درې ګوټی )رامنځته کړی ، چې هر څوکه يې دملت لپاره د چړې څوکه ګرځيدلې او له امله يې په زرګونو بيګناه افغانان وژل کيږي او په دې توګه د افغانستان غميزه پای نه مومي او ابعاد يې نوره هم پراخيږي .

 په داسې يو حالت کې چې د نړيوالو دزور اوځواک ستراتيژۍ د افغانستان مشکلات نوره هم زياتوي ، او دهېواد دننه حکومت هم مافيايي بڼه غوره کړې ، بې له روڼ اندو باسوادو او بانفوذه قومي مشرانو ، ولس چا ته سترګې غړولی شي .

اوس که زموږ پخوانی سيستم ټکنی شوی او کار نه ورکوي او نوي سيستم ته اړتيا ليدل کيږي ، يو څوک خو بايد دا کار پيل کړي . هېڅوک دې انتظار نه کوي ، چې بل څوک دې د ده لپاره کارونه ترسره کړي او بيا دې ده ته هم بلنه ورکړل شي . ټول بايد خپلې هڅې ګړندۍ کړي اوله دې سره جوخت دهمغږي کولو هڅې يې هم پيل شي .

 دنوي سيستم نه مطلب دا نه دی ، چې کوم نوی حکومت دې جوړ شي يا دې دکوم کانديد لپاره کمپاين وشي ، بلکې موخه دا ده ، چې په هېوادمين افغانان دې ، يو پراخ ځواک او سياسي خوځښت او بنسټ رامنځته کړي داسې يو بنسټ ، چې تل يوازې دافغانستان ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن وي .

 اوس مهال زموږ د وروسته پاتې کيدو او دافغانستان د غميزې دپای ته رسيدلو يو لوی او بنسټيزﻻمل هم دا دی ، چې موږ يو پياوړی رښتينی اومتشکل ځواک نه لرو نور زر دليلونه به بيا کوم بل وخت درته بيان کړم .


د يوه رښتيني ، ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن ځواک او بنسټ د رامنځته کولو په هيله . ajmalrohi2@hotmail.de