کور / تازه خبرونه / اوباما: د امريكايي ظلمونو عكسونه دي نه خپرېږي

اوباما: د امريكايي ظلمونو عكسونه دي نه خپرېږي


د امريكا ولسمشر باراك اوباما د هغو ۲۰۰۰ كيتو عسكونو د نه خپرېدو حكم كړى چي ټاكل سوې وه چي د مى د مياشتي په پاى كي مطبوعاتو ته راووزي.
دغه عكسونه په ګوانتانامو، بګرام، ابوغريب او نورو زندانونو كي امريكايي پوځيان ښيي چي بنديان وهي، عقايدو ته يې سپكاوى كوي او بېلابېلي شكنجې وركوي.
د امريكا د بشري حقونو يوې مدافعي ټولني له حكومت څخه د دې عكسونو د خپرېدو غوښتنه كړې وه، چي يوې امريكايي محكمې يې د خپرېدو امر وركړ، خو لوېديځ مطبوعات وايي باراك اوباما ځكه د محكمې د پرېكړي مخنيوى وكړ چي وايي د دې عسكونو په خپرېدو سره به په افغانستان او عراق كي د امريكايي پوځيانو پر ضد حساسيتونه نور هم ډېر سي.
د راپورونو له مخي د دې عكسونو له خپرېدو سره د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس او د سي آى اې مشرانو مخالفت كړى دئ.