کور / تازه خبرونه / هلمند: د ۲۲ طالبانو د وژلو خبر وركړل سو

هلمند: د ۲۲ طالبانو د وژلو خبر وركړل سو


د هلمند ولايتي چارواكي وايي د جمعې په ورځ يې ۲۲ طالبان په يوه حمله كي وژلي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه طالبان په يوه هوايي بريد كي هغه مهال ووژل سول، چي طالبانو د پنجشنبې په شپه په نوزاد ولسوالي كي د پوليسو پر دوو پوستو حمله وكړه، خو دا چي پوليس له مخكي لا وتلي وو، د ناټو ځواكونو له خوا هوايي بريد پر وسو او طالبانو ته سخته مرګ ژوبله واووښته.د ښاغلي احمدي په وينا په دې حمله كي د طالبانو درې ځايي قومندانان هم وژل سوي دي.