کور / شعر / مورنۍ ژبه

مورنۍ ژبه

 

ظلم غر نه دى چې لوى يا كوچنى وي
ظلم سيند نه دى چې اوږد پلن يا نرى وي

ظلم اور نه دى چې ډېر تاو يې محسوس شي
ظلم څوك نه دى چې ښه يا بد سړى وي

،،،،،،،

د ظلمونو تول په تله باندې نه شي
د ظلمونو پيمانې نه پيدا كيږي

د ظلمو عروج زوال او اوسط نه وي
ظلم، ظلم دى بس يو ظلم ياديږي

،،،،،،

له يوه چا نه دژوندون اخيستل ظلم
له يوه چا نه د ډوډۍ تښتول ظلم

ان يوه چا ته لږ په سپكه كتل ظلم
له ماشوم د مور د غېږ تشول ظلم

….

ماشومان د مور او پلار په نوم ياديږي
له ماشوم دمور او پلار بيلول ظلم

مورنۍ ژبه د هر انسان هويت وي
له انسانه د هويت اخيستل ظلم
 نو
ظلم، ظلم دى بس يو ظلم ياديږي
د ظلمونو پيمانې نه پيدا كيږي