کور / تازه خبرونه / لطف الله مشعل:بهرني مرستندويان بايد جوماتونه هم جوړ کړي

لطف الله مشعل:بهرني مرستندويان بايد جوماتونه هم جوړ کړي


د لغمان والي لطف الله مشعل له  بهرنيو مرستندويانو وغوښتل چې د نورو ساختماني کارونو ترڅنګ بايد د مسجدونو جوړولو ته  هم پام وکړي.


هغه دغه غوښتنه په داسې مهال کوي چې نن د درې لکه او اويا زرو (٣٧٠٠٠٠) امريکايي ډالرو په لګښت د لغمان د ولايت مقام د ودانۍ يو شمېر نوې جوړې شوې برخې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.


د لغمان والي لطف الله مشعل له ننګرهاره خپريدونکې  نړۍ اونيزې ته وويل د ولايت مقام دا نوې برخې د امريکا د پراختيايي ادارې U.S.A.I.D په مالي مرسته د الياس افغان رغنيز شرکت  لخوا جوړې شوي چې د احاطې، غونډو ځاى، امنيتي برجونو، داخلي پوخ سړک، د مارجعينو لپاره د تشنابونو، موټرو تمځاى او يو شمېر نورو برخو په لرلو سره يې د ولايت مقام کارکوونکو او مراجعينو ته ګڼې اسانتياوې برابرې کړي دي.


مشعل دغه راز د يو ډول نيوکې په توګه وويل بهرني مرستندويان د جوماتونو په جوړولو کې مرستې نه کوي او له دې امله زمونږ د ولايت مقام له سختې ستونزې سره مخ دى خو په وينا يې ژر به يې د حل پر لور په شخصي توګه ګام واخلي.