کور / شعر / سوله غواړو

سوله غواړو

نه غواړو ټوپک مونږه سوله او وروري غواړو
کورپه کورخندااوخوشحالي غواړو


ورک دي کړه ټوپک نه دي دامونه نه ښکاري غواړو
مونږ سپيني کوتري په هواکي ملاقي غواړو


راشه اي کوتري مونږ دانه درته راوړي
مونږه ښکاريان نه يوڅوسندري دپسرلي غواړو


اي سپيني کوتري ولوزه اباسين نه ترامو
مونږ تانه ډاډګيرنه اوخاطرجمعي غواړو


والوزه کوتري په هواشه ښه سيلونه کړه
مونږته سوله راوړه مونږ سوله او وروري غواړو


خپل مسؤليت وپيژنه ټول دي داټوپک کړه
مونږته کتاب قلم اوکاغذهرڅه علمي غواړو


قاتل اووران کارنور مه رازه وطن ته مې
چاچې وطن وران کړي ورته محکمه قانوني غواړو


لري شه منافقه ارام کښينه شرمه جوړه وه
مخ دي دشيطان دي مونږ مخونه نوراني غواړو


لباس دي سپين اوزړه دي تور دي شيطان صفته
مونږ هغه سپين زړي سوله دوستي پخواني غواړو


راځي کوتري والوزوودسولې حسين خيله
دکوترو په الوتوکي زيري دخوشحالي غواړو