کور / تازه خبرونه / د عفوي سازمان: جنګسالاران د كانديدۍ حق نه لري

د عفوي سازمان: جنګسالاران د كانديدۍ حق نه لري


د عفوي يا بخښني نړيوال سازمان د افغانستان د انتخاباتو پر خپلواك كمېسون ږغ وكړ چي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د ټاكنو له ليست څخه د جنګسالارانو نومان وباسي.

د عفوي د نړيوال سازمان وياند سام ظريفي بي بي سي ته وويل د افغانستان په را روانو ټاكنو كي ولسمشرۍ، مرستيالۍ او ولايتي شوراګانو ته ګڼ شمېر جنګسالارانو او د بشري حقونو سرغړوونكو نوم ليكنه كړې، چي د انتخاباتو كمېسون بايد د دوى نومان له دي ليست څخه وباسي.

د ټولټاكنو خپلواك كمېسون اعلان كړى چي هرڅوك پر كانديدانو د بشري حقونو د سرغړوني تور لري، د يوې اونۍ په ترڅ كي دي خپل اسناد د انتخاباتو كمېسون ته وړاندي كړي.

سام ظريفي كه څه هم د چا نوم وانه خيست، خو تر ده دمخه لوېديځو مطبوعاتو د ولسمشر كرزي لومړى مرستيال قسيم فهيم په جنګي جرمونو  كي ككړ او د بشري حقونو تر ټولو غټ سرغړوونكئ بللئ وو.