کور / تازه خبرونه / كابل په راكټونو ويشتل سوئ دئ

كابل په راكټونو ويشتل سوئ دئ


د افغانستان د كورنيو چارو پر كابل ښار باندي د درو راكټونو د پرېوتو خبر وركړ.


د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي دغه درې راكټونه برايي شپه د پنځمي ناحيې په دېوان بېګي سيمه كي وموښتل.


د بشري په وينا راكټونو ځاني تاوان نه دئ اړولئ او دا هم نه ده معلومه چي له كومه ځايه فاير سوي دي.


دا په ۲۰۰۹ كال كي لومړى ځل دئ چي كابل ښار په راكټونو ويشتل كېږي.


پرون سهار د خوست چارواكو هم پر دغه ښار د څو توغنديو د لګېدو خبر وركړ، چي يو يې په يوه مسجد كي موښتئ وو او څلور لمونځ كوونكي يې وژلي وو.