کور / تازه خبرونه / ملكنډ كي د ۴۷ طالبانو د وژنو ادعا وسوه

ملكنډ كي د ۴۷ طالبانو د وژنو ادعا وسوه


د پاكستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس د يكشنبې په ورځ په ملكنډ ډيويژن كي د ۴۷ طالبانو د وژلو خبر وركړ.
د جنرال عباس په وينا دغه وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو كي د پاكستاني پوځ په عملياتو كي وژل سوي دي.
پرون له سوات او ملكنډ څخه پېښور ته تللو ځايي اوسېدونكو ادعا كوله چي د مولانا صوفي محمد طالبانو ږيري او برېتونه خريلي او د ملكي كسانو په منځ كي د جنګ له ډګره په تېښته دي.


د پاكستان جمهور رئيس آصف زرداري د سنډې ټايمز سره په يوه مركه كي وويل: ((د سوات عمليات د يوې اوږدې لړۍ پيل دئ او دا عمليات به قبايلي سيمو ته هم وغځېږي)).
خو د پاكستان پارلمان او ډېر سياسي ګوندونه په پښتونخوا كي د پاكستاني پوځ د عملياتو سره مخالف دي او وايي د طالبانو  سره دي خبري وسي.


د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون وويل كه طالبان وسلې كښېږدي حكومت خبرو ته حاضر دئ.
بلي خواته د بشري حقونو نړيوالو ټولنو د سوات پر بېځايه سويو او هلته په جنګ پاتو خلګو پر حالت خواشيني څرګنده كړې او پر پاكستاني پوځ نيوكه كوي چي د عملياتو پر وخت د ملكي كسانو د مرګ ژوبلي خيال نه ساتي او هغو كسان چي اوس هم په سوات او ملكنډ كي بند پاته دي، له جګړې څخه خوندي سيمو ته د تګ اجازه نه وركوي.