کور / تازه خبرونه / غزني: د پوليسود ټرنينګ مركز ساختماني كار پېل سو

غزني: د پوليسود ټرنينګ مركز ساختماني كار پېل سو

نن سهار د پوليسود ټرنينګ مركز ساختماني كار د ډاكتر محمد عثمان عثماني لخوا د پټي په پريكولو سره پيل شو.



د دغه مركز د ساختماني چارو كارد ديك د ولسوالي په مربوطاتو كي پداسي حال كي د غزني والي لخوا پرانستل شو چه علما، د قوم مشران، متنفذين، د ولايتي شورا غړي دولتي مامورين اودمنطقي مشرانو هم حضور درلود.


د غزني والي په خپله ويناكي وويل: دغه مركز د څلورنيمو جريبه ځمكه كي چه مجموعي لګښت ئي درمليونه ډالر تخمين شوي په پاخه اواساسي ډول روغول كيږي چه د دغي پروژي لګښت د امريكاي پي ار ټئ او د متحده ايالاتو د دفاع وزارت لخوا تمويل كيږي . د غزني والي د دغه مركز رغول د پوليس د تعليم ، تربيه اود ظرفيت په وچتولو كي ډير ارزښت ناكه وباله. اوله خلكو څخه ئي وغوښتل چه د افغانستان اسلامي دولت سره دي له هررنګه مرستو ځان ونسپموي او همدارنګه خيال بارشيرزي د غزني امنيه قوماندان د دغه تعليمي مركز د پوليسو لپاره د ظرفيت لوړولو په پرخه كي ډير ارزښتناكه وباله او وويل چه له دي ورسته د لوګر، ميدان وردگ ، پكتيا، پكتيكا او غزني ولايتونو پوليس به هم د تعليم اوتربيه لپاره دغه مركز ته راځي د يادوني وړده چه په دغه مركز كي اداري خوني، ورزشي سالون، طعام خوړلو سالون، پخلي خونه اوداسي نور ضروريات هم په نظر كي نيول شوي دي چه په څومياشتو كي به دغه مركز تكميل اوګټي اخستني ته په چمتو شي.