کور / خبرتیا او پيغامونه / دملی شاعرملنگ جان غونډي ته د ک.ا. محمد اعظم سيستاني پيغام

دملی شاعرملنگ جان غونډي ته د ک.ا. محمد اعظم سيستاني پيغام

 ۱۶/ ۵/ ۲۰۰۹
د اکادیمسین کاندید  سیستانی، پیغام


گرانو وطنوالو او دوطن دټکړه اوملی شاعرملنگ جان دیاد غونډی درنو میلمنو ، زما  پښتنې  ښې هیلی اودرناوی ومنۍ!

تاسو ته په دی خاطرچی نن دپښتنو دیونامتو ملی شاعر د درناوی په نیت ، په دنمارک کی مو یوه پرتمینه غونډه جوړه کړی ده، د زړه له کومی خپلی مبارکی  وړاندی کوم .

دفرهنگی  شخصیتونو او ملی شاعرانو درناوی د هرې ژوندی ټولنې اوپه خاص توګه دهر کلتوری ټولنی له لمړنیو وظایفو څخه  ګنل کیږی .

اوس چی په دنمارک کی دافغانانستان د فرهنگ ټولنه اود دغی ټولنی دمشرتابه په هڅه او کوښښ   دادی د ستر ملي شاعر، ملنگ جان نمانځنه ترسره  کیږی،ماته  دډېر خوشحالی ځای دی چی اورم  دپښتنوويښ اوهوښیار زامن، آن په بهر کی هم د خپلو ملي شاعرانوپه فکر کی دی او دهغودر ناوی د پرتمینو غونډو په ترڅ کی لمانځی او درناوی یې کوی.

زباور لرم چی دا  ستاسی لمړنی لمانځنه نه ده، چی پکښې د یو فرهنگی شخصیت درناوی کیږی ، بلکی په تیرو کلونوکی هم تاسی دخپلو ملي اوفرهنگی شخصیتونو د درناوې په خاطر داسی محفلونه جوړه کړي دي  او د خپلو ښو احساساتو په څرګندولوسره مو د هغوئ  عزت اودرناوي کړی دي  .  

ننئ محفل هم دپخوا په شان ستاسو د نیکو احساساتو او دنیکوهیلو اوپیرزوینې هینداره ده ، او زه یقین لرم چې افغانان تل د خپلو ملي ارزښتونو او ملی هویت او خپلواکی څخه لکه دخپلو با غیرته او باعزته پلرونو په شان په  زړورتیا   سره دفاع کوی او هیڅکله  به حاضر نشی چی څوک د افغانانو ملی هویت او ملی وحدت ته تاوان ورسوی .

زما په انددمرحوم ملنگ جان،دزیاتو شعرونو محتوا یامضمون، د وطن دوستی او قام دوستی غژ او دپښتو اوپښتونولی چیغه ده ، دنمونی په توگه  کله چی وائی: “دا زمــونژ زیبا وطن،دا زمــونژ لیلا وطن” او یا داچی”زه پرپشتو او پشتونواله باندی سرورکوم”، او یا دا چی وائی :


چي بي ننگ او بي پشتووي، پشتون نه دي          چـي د قوم په شــرميدو وي، پشـتون نه دي
پشـتون هغه دي چـي غم د تمام قـوم خوري          چــي د ځـان په جگــيدو دي، پشـتون نه دي
د پشـتون نظـــر مـــدام په نــنگ و نـام وي           چي نظــر يي په پيســـو وي، پشـتون نه دي
پشـتون هـر کـله طالـب د خـپل شـــرف دي          چــي طالب د سپينو سرو وي، پشتون نه دي
پشــتـون تل په خــپله ژبه تـيـنـگ ولاړ وي          چی په دروغ يي گـفتگـو وي، پشـتون نه دي
پشـتـون نــه شـــي بــــاداري د چــا مـنـلـي          چــي اختيار يــي د پردو وي، پشـتون نه دي
په نصيب د ملنگ جان دغه مســـري شوي           چــي خپه په دي مســرو دي، پشـتون نه دي


بناپردی ویلای شم چی ملنگ جان دیوملی شاعر په حیث همیش د پښتنوپه زړونو کی ځای ولری اودرناوی به شی.

خو دلته دیاد ونی وړ بولم چی ووایم چی په دی محفل کی  زه دستر ډاکتر سیاه سنگ  حضور تش وینم . ځکه ډاکتر سیاه سنگ ،دملنگ جان  ، حمید مومند، اسحاق ننگیال، رحمان بابا  او نوروپشتنوشاعرانودخپل ژوری او علمی څیړنوپه سبب پر پښتنوباندی خورا زیات حق لری . پښتانه خو یو حق شناس قوم دی، اوپښتنو ته نه ښائی  چی ډاکتر سیاسنگ په داسی لمانځنوکی هېرکړي .

داکترسياه سنگ، د”نوکر ریاست عشق ” ترعنوان لاندی، دملنگ جان پرژوند او شعرونو پرمختلفو اړخونو باندي ډيري څيړني کړي  دي،او د دی څيړني  ۹ برخه د”فردا” په ویب پانه کی نشرشوی دی او بیا دغی څيړني دتکړه لیکوال (رحمت آریا) په واسطه بیرته په پشتوژبه اړول سوی ترسو پشتولوستونکو  ته وړاندی شی .

ډاکتر سیاه سنگ په دی وروستی لسیزه کی دپښتو اوپښتنو دفرهنگ دمخکښانو په معرفی کولو او هم د پشتو او پشتنوددشمنانو په مقابل کی  ډیره وطن پرستانه برخه  اخیستی ده، او که  زموژ پښتنو روشنفکران د ده قدر  او عزت ونکړی ، دا نه یوازی  یوه لویه بی غوری  وی، بلکی پښتنو ته یوه ستره  احسان نه منونوکی پیغور هم وی .

پردي بنا،زه هيله لرم چي په آينده کي داکترسياه سنگ،دپشتوشاعرانو ديوکارپوه په صفت ، ستاسی له ياده ونه وزي او د ده قدر او عزت هميش  بايدوساتل شي، کنه نو،دي به دځانه سره ووائي چي  پښتانه روشنفکران  تر اوسه ، دسياسي شعور، ودي درجي ته نه دي رسيدلي چي خپل دوستان له  دشمنانو  څخه فرق وکړاي شي او خداي مکړه له خپل دغه اوسني دريځ(دپښتنو دکلتورد یو قوی مدافع په حیث)  څخه به  پشيمانه  سي.

په پای کی ستاسی بریاوې  د داسی غونډو په جوړولو او نورو پښتنو ته دملنگ جان  دآرمانونو د ترسره کولوهیله لرم .

په درناوی –

 سویدن-  ۱۶/ ۵/ ۲۰۰۹