کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: دبهرنيانو په دريو کاروانونو بريدونه وسول

ميدان وردګ: دبهرنيانو په دريو کاروانونو بريدونه وسول

په وردګو ولايت کې په دريو سيمو کې جګړه شوې چې بهرنيانوته په کې درنده مرګ ژوبله اوښتي .


دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ويبپاڼې ته وويل چې دوردګو لايت دسيداباد ولسوالۍ په سيمه کې يې دلوي درستيز په مرستيال جنرال نوري بريد کړي ورسره بهرنيو سرتيروته يي هم مرګ ژوبله اړولې ده .


هغه وويل چې دجنرال نوري څلور سرتيري يي هم وژلي اودوه موټر يي هم زيانمن کړي .
 
مجاهد داهم وويل چې ددي ترڅنګ يي په تنګي کي هم په بهرنيانو بريدونه کړي اودرنده مرګ زوبله يي ورته اړولي ده .


دده په وينا په دې جګړه چې دتنګي ددرانيو په سيمه کې وشوه درې ساعته يي دوام وکړ اواته امريکايي سرتيري په کې وژلي چې بيا په پکي الوتکي هم راورسيدلي اومړي يي الوتکو انتقال کړل .


مجاهد وويل چې دسالارو په سيمه کې يې هم دامريکاياو يوټانګ په ماين الوزولى دي چې له امله يي يوټانګ په بشپړه توګه لمنځۀ تللي دي .
 
دولايت يوتن جنرال دنوم دنښودلو په شرط دري واړه پېښې ومنلې ولې په اړه يي درامنځ ته شوي مرګ ژوبلې دقيق مع لومات ورنه کړ خو وي منله چې دبهرنيانو موټرو اوپوځيانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .


داپه داسې حال ده چي تيره ورځ هم په وردګو ولايت کې دامريکايانو يوټانګ په ماين دړي وړي شوي وو .