کور / تازه خبرونه / كاناډا: په افغانستان كي ډېر كارونه پاته دي

كاناډا: په افغانستان كي ډېر كارونه پاته دي


د كاناډا حكومت وايي په افغانستان كي لا د دغه هيواد ماموريت پاى ته نه دئ رسېدلئ او پر جنګ سربېره نور ډېر كارونه هم پاته دي چي بايد ترسره سي.
دغه ټكي پرون ماځيګر د كاناډا د دفاع وزير پيټر مككاى پرون له كندهار ولايت څخه د ليدني پر مهال څرګند كړ.
ښاغلي مككاى وويل كاناډا به تر ۲۰۱۱ كال پوري چي په دغه هيواد كي يې د پوځيانو ماموريت پاى ته رسېږي، په افغانستان كي پر جنګ سربېره د حكومت كولو د ظرفيت د لوړولو او د بيا رغوني په چارو، په ځانګړي ډول د ښوونځيو او سړكانو په جوړولو كي پراخي مرستي وكړي.
د كاناډا د دفاع وزير په افغانستان كي د امريكايي پوځي الوتكو پر هغو بمباريو سختي نيوكي وكړې چي د طالبانو پر ځاى ملكي كسان پكښي وژل كېږي.