کور / شعر / شعر

شعر

بیا فرنګ راغلی دی رښتیا په وطن ننګ دی
یا نفاق راوړی ورور د ورورسره په جنګ دی
بیا دښمن په چل کې ټوټه کیږ افغان خاوره
یا دکوم ګاونډ یا همسایه چال او نیرنګ دی
ژاړي اباسین وینه،او ټول لمن یې سور شو
بیا کومه چنګیزاوهلاکو یې ناست په څنګ دی
ښکاري بیا چغار د آزادۍ د بلبلانو
هره خواجګ شوی دخوشحال دتوری شرنګ دی
بیا دکربلا میدان کې جوړد وینو ډنډ شو
بیا دهر یزید په لاس کې توره او تفنګ دی
بیا نن په ګولیود خیبر زړه سورۍ کیږي
بیا دکومو میندو زړه په خوله دکوم پلنګ دی
بیا کوم اور بل شوی شمع غواړی قرباني نن
بیا داشور ماشور اودا فریاد د کوم پتنګ دی
بیا رښتیااسلام ته ګواښیږي صلیبیانو
یا مو دکینې او دنفرت په زړونو زنګ دی
*****
سوله دی ایمان چې دخدای هم ډیر خوښیږي
سوله داسلام اصلي نامه اواصلي رنګ دی


جوړ دی دسیسه غټه دښمن نه لوې ګړنګ ت
یو شۍ پښتنو ورونو همدا دخطر زنګ دی
مونږ خپله جوړ کړی طاهري دا دوزخ ځان ته
یا دغه دنیا ټول سراسر داسې بدرنګ دی