کور / تازه خبرونه / كندهار: نن د انارګل دوديزه مشاعره جوړېږي

كندهار: نن د انارګل دوديزه مشاعره جوړېږي



ټاكل سوې ده چي نن د پنجشنبې په ورځ د كندهار په ولايت كي د انارګل دوديزه مشاعره ترسره سي.
د انارګل مشاعره هر كال په كندهار د سلګونو شاعرانو او د فرهنګ د مينه والو په ګډون جوړېږي، چي سږكال هم د كندهار د اطلاعاتو او كلتور د رياست له خوا د دې مشاعرې تابيا سوې ده.
د لر او بر ويبپاڼي ته رسېدلي خبرونه وايي چي پرون د جنوبي پښتونخوا (كوټي)، كابل، هلمند، روزګان او زابل او نورو ولايتونو څخه ګڼ شمېر شاعران او د فرهنګ مينه وال كندهار ته د انارګل په دوديزه مشاعره كي د ګډون په موخه رسېدلي دي.
د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست پتېيلې ده چي دغه مشاعره نن د پنجشنبې په ورځ چي ثور د مياشتي ۳۱- مه نېټه ده د كندهار ولايت د باباصاحب د زيارت په هغه هوټل كي ترسره كړي چي تر لاندي يې د ارغنداو سيند او د انارو د شنو باغونو زړه وړونكې منظره ښكاري.