کور / تازه خبرونه / كرزى: چارواكي په ټولټاكنو كي د لاسوهني حق نه لري!

كرزى: چارواكي په ټولټاكنو كي د لاسوهني حق نه لري!

 


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي په يوه نوي خپاره سوي فرمان كي د كابينې له ټولو وزيرانو او د ولايتونو له واليانو څخه غوښتي چي د ټولټاكنو په چارو كي لاسوهني ونكړي.


په دغه فرمان كي چي د باختر اطلاعاتي اژانس له خوا خپور سوى او رسنيو ته رسېدلئ، ولسشمر كرزي ويلي چي هغه چارواكي ته به سزا وركړي چي د ټولټاكنو په چارو كي د يوه كانديد په ګټه او د بل په تاوان كوم عمل اجرا كړي.


ولسشمر حامد كرزي په داسي حال كي دغه فرمان صادروي، چي لا له مخكي په را روانو انتخاباتو كي د هغه سيالانو يو شمېر واليان او ولايتي چارواكي د حامد كرزي په ګټه له دولتي امكاناتو او مقام څخه په استفاده په فعاليتونو او د غونډو په جوړولو تورن كړي دي.


تېره اونۍ د ولسمشرۍ كانديد او د حامد كرزي تر ټولو پياوړي سيال ډاكټر اشرف غني احمدزي شكايت وكړ چي حامد كرزى د افغانستان ملي ټلوېزون د ځان په تبليغاتي كمپاين كي د يوې آلې په توګه كاروي.