پاکستانى پوځ وايي چي تر يوې سختي جګړې وروسته يې -چي
د دوى په وينا ٨٠ تنه طالبان يې په کي وژلي- د مخالفينو تر ټولو کلکه مورچه نيولې ده.
د نوموړي هيوا د د پوځ وياند تورن جنرال اطه
ر عباس وويل چي ياد سوى شمېر طالبان د پوځ له خوا د سلطان وس ښار د نيول کېدو پر مهال وژل سوي.
ياد سوى ښار د پلازمېنې اسلام آباد په نژدې ١٠٠ کېلومترۍ کي پروت دى.
نوموړي وويل:
(سلطان وس د طالبانو يو مهم او اصلي مورچه وه، چي کانکرېټي زېرمي او تر ځمکي لاندي خزې يې په کي جوړي کړي وې)
پورتنى ياد سوى ښار هغه لومړنى ښار و چي طالبانو بونېر ولسوالۍ ته له ننوتو سره سم لاندي کړ، دغه ښار د سوات درې ته د سهېل له لوري ډېر نژدې پروت دى
د جنرال عباس په وينا امنيتي ځواکونو ټوله شپه د طالب ځواکونو سره سخته جګړه وکړه. چي په پايله کي يې يو پوځى مړ او ٩ تنه نور ټپيان سول. .
د راپورونو له مخي د سوات درې څخه د دوو ميليونو په شاوخوا کي کسان مهاجر سوي دي. دغو بېځايه سوو ته د پاکستاني حکومت له خوا کمپونه جوړ سوي او د سمي پالني لپاره يې پر نړيوالو د مرستو ږغ سوى دى.
تېره سه شنبه د امريکا متحده ايالاتو د مرستي لپاره لومړى لاس اوږد کړ او د ١١٠ ميليونو امريکايي ډالرو کومک ژمنه يې وکړه
همدارنګه پاکستاني حکومت اضافه کړې چي د نوو کمپونو تر جوړېدو او تازه مرستو له ترلاسه کولو سره سم به هري کورنۍ ته ٣٠٠ امريکايي ډالر په نقدي توګه ورکړل سي .
د ډيورنډ پولي ها خوا دا خبرونه په داسي حال کي خپريږي چي په لره پښتونخوا کي هم طالبان ددولت او بهرنيانو ضد د بريدونو او لاسته راوړنو ادعا وي کوي ، جزيات يې ددې ځای په کليک کولو لوستلای سئ .