کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ولسمشر د سپرلۍ الوتکه ولې ترگواښ لاندې راغله ؟!!

د ولسمشر د سپرلۍ الوتکه ولې ترگواښ لاندې راغله ؟!!

 

 څو ورځې وړاندې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سيمه ائيزې همکارۍ په اقتصادي درېيمه غونډه کې د گډون لپاره اسلام آباد ته سفر وکړ، د بيرته را ستنيدو پر مهال يې چې کله د سپرلۍ  الوتکه د کابل حدودو ته داخله شوه ، د يوه عينې شاهد په قول د بگرام له هوايي ډگره يوه جنگي الوتکه ورنيږدې شوه او د ولسمشر د سپرلۍ الوتکې ته يې گواښ وکړ چې ارتفاع کمه کړي.

دغه گواښ او د ولسمشر د سپرلۍ په الوتکه پسې د جنگي الوتکې را الوزول عادي خبره نه ده، د خپلو خلکو په رايه او خوښه انتخاب شوى زعيم، په خپل هيواد کې د بهرنيو الوتکو تر گواښ لاندې دى او د ده په وړاندې هيڅ ډول پروتوکول او منل شوي اصول نه مراعات کيږي، بيا به د بالابلوک او عزيز آباد پر شهيدانو اوښکې تويول څه درد دوا کړاى شي؟

په داسې حال کې چې د افغان ولسمشر د سفر پر مهال تر يوه ساعت پورې د هيواد هوايي ميدانونه تړلې وې ټول دولتي او امنيتي ارگانونه د نړيوالو ځواکونو په شمول پرې خبر وي. په دغسې حالت کې د ولسمشر الوتکې ته گواښ او په هغو پسې د الوتکې را الوزول يوازې د اصولو او نورمونو ماتول نه دي، د افغان ولس خپلواکۍ او ملي حاکميت ته گواښ دى، او ولس مشر حامد کرزى ته دا يو پيغام دى چې ښايي هغه پخپله تر ټولو ښه پرې وپوهيږي، خو تر ټولو زيات دا هر افغان ته يو ځانگړى پيغام لري چې هيواد يې له يوه ناوړه برخليک سره لاس او گريوان دى. يو ځل بيا د دوستۍ په نامه راغلي ځواکونه د افغانستان د مطلق حاکميت او ملکيت دعوه دار شوي دي او هغوى اوس هيڅ ډول نورمونه او اخلاق نه رعايت کوي. ما مخکې اشاره وکړه چې په هيواد کې د ولسمشر ژوند تر گواښ لاندې وي او د هغه په وړاندې بهرنې ځواکونه هيڅ ډول قوانين او اصول نه رعايت کوي نو د عام ولس ژوند به په کومه کته گورى کې ارزيابي کوو؟

دغه بهرنيان اوس دومره سپين سترگي شوي دي چې په گيلو او شکايتونو يې چاره ناممکنه ده، د دوى د دې روش په وړاندې بايد افغانان يو موڼى او په يوه ملى زعامت راټول شي، د يوه تاريخ پوه وينا ده چې د ملتونو په ژوند کې کله کله داسې وختونه راشې چې که ملت پکې ويښ وي نو ژوندى به پاتې شي، خو که ويل ؤ او هغه حالت يې چې پکې قرار لري درک نکړاى شو نو په ذلتوتو او غلاميو به محکوم او ورک شي. نن زموږ پر ولس همداسې وخت راغلى دى چې له څو لوريو مو د هيواد استقلال او ملي حاکميت تر شديد خطر لاندې دی.