کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پر محمد یار برید پر کولتوري هڅو برید دی (حنان حبيبزی )

پر محمد یار برید پر کولتوري هڅو برید دی (حنان حبيبزی )

په داسې حال کې چې دحامد کرزي حکومت دولس ترمنځ خپل محبوبیت له لاسه ورکړی ، د ټول ټاکنو په درشل کې هڅه کوي چې ټول هغه غږونه چوپ کړي چې په حکومت کې د روان اداري  فساد په وړاندې راپورته شوي دي .


دده چارواکي د دولتي شونتیاوو په کارولو سره هڅه کوي چې یو ځل بیا د زور له لارې پر بیوزلي ولس ځان وتپي.


  د سوېلي ولایتونو خبریالان او لیکوال د عبدالصمد روحاني او احمد جاوید  په ویر کې ژاړي خو دحامد کرزي امنیتي سرچینې   دهیواد وتلی لیکوال او فرهنګي مخکښ  محمد یار تر برید لاندي راولي .


د حامد کرزي کورنۍ چې د ځانپالنې له مخې  په کندهار او ځینې نورو سویلي ولایتونو کې قانون او ملي واکمنۍ ته ګواښ پیښ کړی دی ،د لویدیځو هیوادونو په رسنیو کې یې د نشيي توکو د قاچاق کونکو ، د خبریالانو او لیکوالو د ګواښونکو په توګه نوم ګټلی دی .


همداسې څه دي چې د لیکوالو او خبریالانو په خلاف د تاوتریخوالي پړه د حامد کرزي پر وروڼو او د هغه پر حکومتي زور واکۍ غورځوي.


په دې وروستیو کې یو لویدیځوال خبریال رسنیو ته په ډاګه وویل چې د احمد ولي کرزي له خوا وګواښل شو او دا چې د بهرني خبریال په توګه نیکمرغه وو چې له دې ګواښه ژوندی ووت.


خو هغه  لیکوال چې په حکومت کې د درغلیو په اړه د رښتیاوو لټون کوي  دمرګ او تښتولو له ګواښ سره مخامخ دي، هغه څه چې پړه یې په ډیرې اسانۍ پر طالبانو اچول کیږي.


دعبدالصمد روحاني دشهادت یو کال نژدې پوره کیدونکی دی خواوسني حکومت او چارواکو یې د هغه د وژونکو په وړاندې سترګې مړې کړې .


خو له بلې خوا داسې شواهد سیمه ییزو خبریالانو ته ورسیدل چې د امنیتي کسانو لاس لرل یې په دې وژنه کې په زبات کړل.


عیني شاهدانو داسې هیښونکې خبرې وکړې چې د سیمه ییزو پولیسو لاس لرل یې د عبدالصمد روحاني په وژنه کې په څرګنده توګه روښانه کول.


دغو شاهدانو د خبریالانو ځینې ټولنو ته هم ویلي وو چې عبدالصمد روحاني یې د۲۰۰۸ کال د جون پر اومه نیټه  ماښام مهال د پولیسو په یو پیکب کې ولیده چې نور بیا د تل لپاره ژوندی ونه لیدل شو. خودغه شاهدان ددې زړه نلري چې  خپل نومونه په ډاګه کړي ،په دې چې سیمه ییز چارواکي د صمد روحاني د وژونکو په ضد هر ډول شواهد نشي زغملی.


عبدالصمد روحاني چې دهلمند په ولایت کې یې د حکومتي چارواکو دجګړیزو تیریو ، درغلیو او د نشي توکود قاچاق په اړه راپورونه ورکول ،دحکومتي سرچینو له کرکې سره مخامخ شو.


یو سړی چې دهلمند په ولایت کې دهغه وخت په امنیتي کړۍ  کې دنده تر سره کوله ، ډیره لړزونکې خبره راپورته کړه او وېویل چې د نشي توکو د څو تنو حکومتي قاچاق کونکو په سلا د هلمند پولیسو د صمد روحاني د وژلو امر ورکړ.


عبدالصمد روحاني ته پولیس ددې لپاره په غوسه وو چې د۲۰۰۸ کال د می  په میاشت کې یې د ناوې د ولسوالۍ د پولیسو له یو شخصي زندان څخه پرده پورته کړې وه.


د همدې لپاره د صمد روحاني په وړاندې د عدالت هغه بې پرې غوښتنې له خنډ سره مخامخ شوې چې د حامد کرزي له حکومت څخه کیدلې.


حکومت هڅه وکړه چې د عبدالصمد روحاني دوسیه وتړي او د هغه وژنه د خلکو له ذهنه وباسي . ښايي همدا لامل به وو چې په تیر یوه کال کې د شهید عبدالصمد روحاني د وژونکو د نیولو او محاکمه کولو په اړه راپورته شوي غږونه هم تر ډیره چوپ وو.


خو په کندهار او د افغانستان په نورو برخو کې د لیکوالو او خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د عبدالصمد روحاني یاد تود ساتي.


پرعبدالاحد محمد یار  پرونی برید هغه اټکلونه په رښتیا بدل کړل چې د خبریالانو په وړاندې سنجول شوی تاوتریخوالی د سیمه ییز حکومت د تګلارې برخه ده.


په هغه سیمه کې چې حکومتي ځواکونه خپلې وسلې د خپل ولس پخلاف کاروی ،هلته له حکومتي سرچینو څخه د خواخوږۍ او د ترحم هیله نه کیږي .


د همدې لپاره په دې وروستیو ورځو کې سیمه ییز لیکوال او روڼ اندي د اوسني حکومت د بدلون لپاره منډې ترړې وهي او له هغو هڅو سره مرسته کوي چې په راتلونکو ټول ټاکنو کې دحامد کرزي د ماتې لامل ګرځیدلی شي.


دحکومت له خوا پر ولس وار له مخه د طالبانو او القاعدې تور ولګیده چې د افغانانو لویه برخه یې د حکومت له ملاتړه بیله کړه او په هیواد کې یې له روان پاڅون سره یو ځای کړه.


خو هغه څه چې حکومت ته  د خمیرې پوزه بلل کیدله ، سیمه ییزو کولتوري ټولنو، د لیکوالو او شاعرانو شتون وو چې د مشاعرو او غونډو په جوړولو سره یې د ولس په ارامولو کې برخه اخیستله.


دلیکوالو، شاعرانو او خبریالانو وهل ټکول یا د هغوی له منځه وړل  داسې چار چلند دی چې  ولسي مغز په ښوریدو راولي.


داد بلابلوک،شینډنډ،هسکې مینې او یا د کوم بل ځای د بیوزلو کلیوالو ستوني دي چې درښتیاوو په بیانولو سره هغه تیري غندي چې ساری یې نه دی لیدل شوی.


پرمحمد یار له برید وروسته  داسې ښکاري چې د افغانانو دغه مهمه برخه به هم د حکومت پخلاف فرهنګيٍ پاڅون وکړي او راګرځول یې بیاد محمد یارانو پر ځورولواو له منځه وړلو  سره نشي کیدی .دا هماغه فرهنګي اوښتون ته لار پرانزي چې ډاکټر اشرف غني یې په کمپاین کې یادونه کوي.


محمد یار د بینوا د فرهنګي ټولنې مشر دی او دغه ټولنه په افغانستان او له افغانستانه بهر د شبکې په څیر په زرګونو غړي لري.


دی همدا راز دسفما د سویلي ولایتونو د دفتر منشي دی چې پر هغه شوی برید به  ددې مخورې رسنیزې اسیايي ټولنې پر استازۍ برید وګڼل شي.


محمد یار دهیواد له شماله نیولې ،تر ختیځ ،لویدیځ او سوېله پورې د کولتوري ناستو پاستو نوښتګر او دطالبانو له حکومت وروسته په افغانستان کې دفرهنګي غورځو پرځو بنسټ ایښونکی ګڼل کیږي.


هغه چا چې پر محمد یار برید کړی دی ،زموږ پر پښتو او کولتوري هڅو  یې برید کړی  او دا برید  دحکومت د نورې بد نامۍ لامل ګرځي.


همدا خو د ښاغلي کرزي بد مرغي ده چې مخکښ سیال یې اشرف غني احمدزی ورځ تر بلې خپل شهرت د هیواد کور کور ته رسوي.