کور / شعر / وروستی چاره

وروستی چاره

بیدینو اور بل که ، دیندارو پری غوړی وپاشل
لوګی یی وختل آسمان ته ، ټول وطن ایره شو
چا د ځوانانو په قبرونو سری جنډی لکی کړی
چا یی په دښتو کی په یاد سپین بیرغونه جګ کړه
چا له کوڅو په زور تنکی تنکی ځوانان ټولول
چا له ممبر نه په تبلیغ ، جنګ ته زلمی هڅول
چا جوړاوه  ورته  جنت ، دلته د ځمکی په مخ
چا د هغی دنیا جنت ته ، بی پوښتنی لیږل
چا وی چی مونږ اوارول د ټیټ او پاس غواړو
چا وی د دین سپین څراغونه لاس په لاس غواړو
چا وی چی خوارو ته ډوډی ، کار او کالی ورکوو
چا وی چی مونږه ورورولی او اخوت راولو
چا وی چی مونږه عدالت او قانونیت جوړوو
چا وی چی مونږ دی پاک وطن ته شریعت راولو
د خولی خبری وی ، هر چا په خرورو کولی
خو په عمل کی ټول د مخی قاتلان وختل
خلک یی مړه کړه د وطن ، وطن یی اور کی وسو
د خپل وطن او خپلو خلکو دښمنان وختل
سر یی تالا ، مال یی تالا ، پت او عزت یی لوټ که
آ له نیکونو راته پاتی ، شهامت یی لوټ که
د خپلی خور د سر پړونی یی په نورو خرڅ که
د لوی کاله ، د لوی افغان ملی هویت یی لوټ که
واک یی پردی د غلامی خال یی په ټنده کیښود
سر یی د ورور د پخوانی غلیم پښو ته ټیټ که
ولی نعمت یی ورته غاړه کی ځنځیر واچوه
لکه د سپو غوندی یی سر، تشو کاسو ته ټیټ که
توپیر ونشو د  (هورا) او د ( تکبیر)  د ناری
ناره وهونکی ددی دواړو مزدوران وو د بل