کور / تازه خبرونه / بمباريو د سړک جوړوني ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

بمباريو د سړک جوړوني ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

په ميدان وردګو ولايت کې تيره شپه سخته جګړه شوې چې په ترڅ کې دملي اردو ددو سرتيرو په ګډون دسړک جوړوني دامنيت ١٧تنوته مرګ ژوبله اوښتې.


عيني شاهدان وايې چې جګړه دچک ولسوالۍ دبمبيو په سيمه کې دطالبانودلوړپوړي چارواکي استاد ياثر کور ته نيږډې هغه مهال وشوه چې بهرنيانو اوطالبانو سره مخامخ جګړه پيل کړه .
 
په جګړه کې دملي اردويومشر وژل شوي اوبل سخت ټپي شوي چې دامريکايانوقرارګاه ته ددرملنې لپاره وړل شوي دي.
دسيمي څخه عيني شاهدان وايې چې امريکايانوداستاد ياثر په کور بمونه راغورځولي اودامنيتي کمپنۍ ١٥ساتونکي چې د سړک جوړنې امنييي چار ې يې سمبالولې دامريکايانو لخوا بمبار شوي اويوتن يي مړ او١٤نو ريې ټبيان شوي دي.
وردګو ولايت چارواکي وايې چې دغه پېښه شوې خودقيق معلومات نه لري.
دبهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر له بګرام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دملي اردويومشردطالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي اوبل سخت ټپي شوي چې ددوي مرکز ته ددرملنې لپاره وړل شوي دي.
اعلاميه ليکي چې دطالبانو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خوطالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايې چې په مخامخ جګړه کې يې ١٢ خارجي پوځيان وژلي دي اودګڼ شمير داخلي اوخارجي يي ټپيان کړي دي.
مجاهد دخپلو دري تنوسرتيرو دټپي کيدو خبره مني.