کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ستاره اڅکزۍ نه يوازي تروردوحشت قربانی شوه

ستاره اڅکزۍ نه يوازي تروردوحشت قربانی شوه

  بلکه ددولتی ـــ ناټو يي ادارې دبې همتۍ اوتګمادۍ  ثمره هم وګڼله شوه

۲۰ ـــ ۹ ـــ ۲۰۰۹  

ستاره اڅکز ۍ دکندهار دښار په يوې ستری مخوری او منوری کورنۍ کی پنځوس کاله پخوا جهان ته سترګی راخلاصی کړی دی ۰ ستاره دمحمد انور خان اڅکزۍ وروستنۍ لور او نازولی اولاد ۰ محمد انور خان اڅکزۍ چی دپوهی او تجربو څښتن و ۰ نه يوازی يي دويښو ځلميانو دانقلابی او وطنی ګوند رهبری دنورو مشرانو سره يو ځای په غاړه درلوده بلکه په هغه وخت کی چی کندهار  ـــ ۱۹۲۹ ـــ  اشغال شوی و۰ محمد انور خان اڅکز ۍ دخپل قوم په مشرۍ او دنورو کندهاری وروڼو او قومونو سره يو ځای دکندهار ښار دخلاصون په خاطر کلکی  مبارزې وکړې او بشپړ بری ته بری ته ورسيدل ۰


کله چی ويښو ځلميانو وطنپال جنبش ددولت داستبداد په نتيجه کی وټکول شو ، نويي درهبرۍ ټول غړی دکابل ددهمزنګ په چټل ترين زندان کی بنديان کړل ۰ محمد انور خان اڅکزۍ چی خپلو ملګرو هم په درنه سترګه ورته کتل ، په نوموړی زندان کی تر شپږو کلنو ل هم زياته زمانه تيره کړه ۰

محمد انور خان  اڅکزۍ به خپلو اولادونوو اولمسيانو حاجی کاکا باله ۰ هغه وخت چی حاجی کاکا ددهمزنګ په تورو کوټو کی ژوند کاوه ، نو به ستاری اڅکزۍ ديوې وړوکی ځيرکی نجلی په څير دخپلو نورو خوندو او همزولانو سره په داسی وخت کی دښوونځي هيله درلود ه چی په محيط کی لادنجونو او ښځومکتبونه پوره نه وو رواج شوی ۰

په هر صورت ، ستاری خپل لومړني او بيايي دليسی سبقونه په کندهار ښا ر کی اکمال ته ورسول ۰ تر نوموړوتعليماتو او لوستونو وروسته دعالی تحصيلاتو له پاره دکابل پوهنتون ته ولا ړه او هلته يي دڅلورو کلونو په موده کی دتاريخ او جغرافي دپوهنځی شهادتنامه په ميړانه او همت سره تر لاسه او دټولنی دخدمت له پاره يې ځان اماده کړ ۰

ستاری اڅکزۍ نو اوس دوطن دشاګرد انو دروزنی اوتربيی له پاره خپل وظيفه و ټاکله او ډير ژر کندهار ته دمعلمي په څير دزرغونې انا په ليسې کی مقرره شوه ۰ دې دخپل صداقت او ميړانی پر اساس په خپلی ليسې او نوروهمسايه مؤ سسوکی پوره شهرت وموند او ديوی هوښيار ی اوزحمتکښی ښوونکی په حيث يې صفتونه پر هره خوا خپاره شول ۰

کله چی کندهار دهيواد دنوروسيمو په شان دنااراميو ، خرابيو او جهالتونو قربانی کيدئ ، نودټولنی ډير ومنورينو او روشنفکرانو دخارج په خوا مهاجرتونه پيل کړل ۰ البته ، استعمار ی هيواد وهم ددغه ډول منورينو داستقدامولو له پاره پوره تبليغات وکړل ، څو دمنورينو سيلونه امريکا او اروپا ته او دهغوی دبازارونو دډکولو په خاطر يې ځانونه وروسول ۰ په دغه وخت کی چی ستاره اڅکزۍ هم دسختو مجبوريته تونو او نا امنيو سره مخامخ  وه ، دالمان هيواد ته يي ځان وروساوه ۰ هورې ئ په ډير لنډ وخت کی جرمنی ژبه زده کړه او وروسته يې خپل ځانته مناسب دخپلی خوښی کار وموند او ډوډۍ يې دخپل موټه په زور ګټله او خوړله ۰

ستاره اڅکزۍ هلته په جرمنی کی دډاکټر درويزه چی محمد انور خان اڅکزۍ دقوم دستر مشر په حيث پيژاند نو يې دستاری سره نوره هم دوستی دومره ډيره شوه ، څوچی لږ وخت وروسته يې واده ورسره وکړ او ګډ ژوند يې سره پيل کړ ۰ دډاکټر درويز ه چی تحصيلات په طبيعی خاصتأ په کيميا وی علو مو کی وونويې دستاری په مرسته په پښتو ـــجرمنی ژبو لنډ قاموس هم تاليف کړ ۰ دې دعلم او پوهنی څښتنانو ښه شيرين ژوند غوره کړ ۰ په ــــ ۲۰۰۱ ــــ کال دامريکا په رهبرۍ دناټو دپکت غړيو پر افغانستان باندی دتجاوز هجوم راوړاو دتروريزم په نامه يې افغانستان اشغال کړ ۰ ـــ بوش ـــ فکر کاوه چی افغانستان به ژر تسخير کړی او دخپلو نورو استعمار ی پروژو دتطبيق لاری چاری به په لږ موده کی سر ته ورسوی ، خو برعکس افغانستان داوښ دهډوکی په څير دنا ټو په خوله کی داسی بند شو چی نه يي تير ولای شی اونه يې هم غورځولای شی ۰ البته ، دناټو دواکدارانو تبليغ دومره قوی او خطاايستونکی و چی ډير افغانان داروپا او امريکا څخه دهيواد په لور ورستانه شول ۰ په دغه وخت کی ستاره اڅکزۍ او ډاکټر درويزه اڅکزۍ چی دوطن دا بادولولمبو وختی هڅولی وو ، نو يې تصميم ونيو چی هيواد ته ولاړ سی او خپلو ولسونو ته په ميړانی سره خدمت وکړی ۰

کله چی ستاره اڅکزۍ  او ميړه يې دواړه کندهار ښار ته ولاړل ، هلته حالات ډير نارامه وو ۰ په ډير زحمت ډاکټر درويزه په پوهنتون کی وظيفه پيدا کړه ، او څه وخت وروسته ستاری اڅکزۍ دکندهار په ولايتي شوراکی عضويت وموند ۰

دا نو داسی وخت دی چی دناټو دقوتونو دبمباريو او وژنو په نتيجه کی که څه تروريستان او جنګيالانو وواو يا نه ، خو اوس هر سړی مخالف او دامريکا پرضد نه يوازی خبری کوی بلکه په مسلمانه اعمالو سره يې لاس پوری کړی او خصوصأ يې دطالبانو په نامه ددولت مامورينو ته داسی اخطار ونه ورکړل چی که دامريکا په طرفداری حکومت کی خاصتأ ښځی وليد لی شی نو يې وژنی ۰ البته دښځو په مقابل کی دښمن ‌ذهنيت دمجاهيدينو تر راتګ پوری لا نه و موجود خو دهغوی او بيا دطالبانو دراتګ سره سم دښځو دآرادۍ پر ضد دښمنی قدم په قدم زياته شوه ۰ هر څومره چی امريکا يې اوملګری مرګونه  او ترورونه زيات کوی  په هغه اندازه يې مخالفين په سر کی يې طالبان نه يوازی پر خارجيانو حملې قوی کړې بلکه دداخلی معصومو او بی ګناه اشخاصو پر ضد يې چی ګواکی ددولت مامورين دی هم ورونه او وژنی ډير ی کړې ۰

په دی لړکی ستاره اڅکزۍ ديوې قهرمانی په حيث به ډيری دلاورۍ سره خپلی وظيفی ته ادامه ورکړه ۰ خو دلته ډيره مهمه داده چی ستاره اڅکزۍ دنورو خلګو خصوصأ دغريبو خلګو په خاص ډول دښځو او ميرمنو هغه کارونه وراجراکول کوم چی به دنوکر دولت په بې نظمه او رشوتونو ډکو ادارو کی بند پاته وو ۰

پرهمدغه اساس هم ، پينځوس کلنه ستاره اڅکزۍ پرخلکو او ولسونو ډيره ګرانه شوی وه ۰ ځکه چی مامورينو به رشوتونه غوښتل خو غريبو خلکو به نه درلودل ۰ نو په هغه ورځ چی ستاری دشهادت جام پورته کړ دکندهار ښار ټولو هغو خلکو پسې وژړل کومو چی پيژندله ۰ خوبرعکس ، په ډير تاسف چی دحکومت واکدارانو او ناټويې کاناډايانو دتمساح اوښکی پر توی کړې ۰

ستاره اڅکزۍ ډيره صادقه ، مهربانه ، پر وطن مينه دعلم او فرهنګ دانکشاف طرفداره داسی ميرمن وه چی دخپلی ميړانی او فرهنګی مبارزو په دوران کی يې دعلم او فرهنګ دښمنانو په خوله کی چی پر موټر سايکل سپاره وو، وويښتله ۰ دتعجب خبره داده چی دناټو بادارانو او نوکرانو چی ځانونه دښځو دآزادۍ قهرمانان بولی دستاری اڅکزۍ غوندی سر تيرو ساتنه يې ونه کولای سوای نو به ولی او څنګه دهيواد ولسونه باورپه وکړي ؟؟

په رښتيا که کندهار داخلی او کاناډايې ساتونکو غوښتی وای چی قهرمانه ستاره  اڅکزۍ يې له مرګه څخه راګرځولی وای په ډير اسانۍ سره هغه رخشه تر څارنی لاندی نيولای شو ای په کومی کی چی ستاره سپره او کورته تلله ۰ دستاری اڅکزۍ دتروراو وژلو اخطار رونه نه يوازی ستاری ته رسيدلی وو، بلکه په پراخه توګه ، مهم امنيتی اشخاص او مسؤ لين دکاناډايې اجنټانو په شمول لاهم بی خبره نه وو ۰ ځکه چی دوی ته دښځو حقوق او ښځو ساتل يوه ډماګوجيکه افسانه ده نو يې نه دساتنی له پاره کوم انتظام درلود ۰ البته ، ستاره اڅکزۍ دخپل ځان دساتلو په خاطر مختليف تاکتيکونه او ډول ډول چادرۍ او لباسونه استعمال کړل ، خو ځکه چی دسيسه ډيره پراخه او ژوره وه نو يې په تنها يې سره ونه کولای سوای چی ليوانو ، دعلم دښمنانو او ډول ډول دسيسه کارانو څخه ځان وژغوری ۰ که څه هم ، حتی دکاناډا په راډيګانو ، اخبارونو او ټلويزيونو کی ددې دقهرمانيو ستاينی او طالبانو او ترورستانو غندنی وشوې خو ټولی تر وخت تيری او ددرواغو هغه ژړاوه چی دشعور خاوندانو ټول پخوا لاهم په پوهيدل ۰

ستاری اڅکزۍ دي روح ښاد وی ۰ ددې ميړانه او شهادت ، مهربانی او انسانيت ، وطن ساتنه او پالنه رموږ ټولو دوستانو ، خپلوانو او پاتو شويو ته دراتلونکی ژوند سر مشق ګڼل کيږی ۰