د پنجاب ايالت د ميانوالۍ په ولسوالۍ كي يو شمېر افغان كډوال نيول سوي دي
د مالوماتو له مخي د پاكستان د پنجاب ايالت د ميانوالۍ د ولسوالۍ د چدرو په سيمه كي د افغان كډوالو پر ضد عمليات سوي چې د پولسيو په وينا تر لسو زيات شكمن كسان يې نيولي دي
ويل كيږي چې دغه كسان د طالب جنګيالي بيت الله محسود له يوه نژدې ملګري غازي عبدالله سره يو ځاي په داسي حال كي نيول سوي چې په درنو وسلو سمبال و
د پولسيو يوه مشر مطبوعاتو ته ويلي چې نيول سوې ډلي د روان كال په اږدو كي ميانوالۍ ته څېرمه د قدرت اباد په سيمه كې د پوليسو پر يوه چوكۍ بريد كړى و او د اتو پوليسو له وژلو وروسته يې چوكۍ په بمونو الوزولې وه
نيول سوي ټول كسان د پوښتنو دپاره پر ناڅرګند لوري وړل سوي دي او له هغوي څخه پوښتني رواني دي