د لاهور ښار په ’ يو،پنځه ’ نومي ودانۍ كي چاودني په لويه كچه مرګ ژوبله اړلولې ده
د مالوماتو له مخي د پاكستان د پنجاب ايالت په پلازمېنه لاهور كي چاودنه سوې چي له امله يې په لويه كچه د مرګ ژوبلي د اړولو اندېښنه ښودل سوې ده
دغه چاودنه د لاهور ښارد پولسيو ځاي ته نژدې په ’ يو،پنځه ’ نومي ودانۍ كي رامنځ ته سوې چي د وركړل سويو مالوماتو له مخي يې يو شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
چاودني د يادي سوي ودانۍ لويه برخه له منځه وړې ،موټران يې سوځولي او د نژدې كورونو دېوالونو او ښېښو ته زيان رسولى دى
له چاودني وروسته سم دستي په سيمه كي د كلكو ډزو ږغ هم اورېدل سوى كوم چي په خلكو كي وېره خپره كړې ده
د ځايي خلكو په وينا د چاودني ږغ تر لري لري اورېدل سوى او يو شمېر اېمبولنسونه يې ليدلي چي د مړو او ټپيانو په لېږدولو بوخت و